فضل محمود فضلي
د افغانستان په اوسنۍ سیاسي فضا کې چې د ټولنیز او سیاسي نظم لپاره مؤسسات او منل شوې اصولي پولې نشته، داسې حالت حاکم دی چې ګڼشمېر افرادو سیاسي نظریات، باورونه، اخېستنې، تبصرې او دریځونه په دومره فاحشه، غیرمتوقع، ناڅاپي او تکراري ډول بدلېږي چې له کبله یې د ټولنې د وګړیو ډلهییز چلند هم داسې اغېزمن کړی چې په نتیجه کې یې بېباورۍ او دوامداره ټولنیز اختلال ته لار پرانېستې. که څه هم د فکر تحول د نړۍ د مختګ په عقربه کې طبیعي پدیده ده، خو د ټولنیز نظم په نه موجودیت کې چې کله د افرادو فکري بدلونونه ډېر چټک، بېریښې، متناقض، موسمي او بالاخره د پروپاګند او شخصي ګټو پر بنسټ وي، نو دا نه یوازې په ولس کې د باور رېښه رژوي، بلکې په ټوله کې د لوستو افغانانو اخلاقي ستنې هم لړزوي.
دغه ډول فکري بې ثباتي نوې خبره هم نده. لومړنۍ بېلګې د تېرو نږدې لسېزو تاریخ کې موندلی شو. مثلا: د خلق ډموکراتیک ګوند د دواړو شاخو؛ ګڼشمېر مخکني خلقیان او پرچمیان چې د مارکسیزم او لیننیزم پلویان ول په وروستیو وختونو کې قومي سیاستونو ته مخه کړه. بیا د ۲۰۰۱ کال راوروسته د لیبرال ډموکراسۍ په نارو سر، او دامهال یې ځینې له دیني افراطیت سره غاړه وړي. همداسې جهادي مشران او د هغوی زامن او لوڼې، چې یو وخت یې ځانونه د اسلامي مقاومت اتلان بلل، اوس د لبرال ټکنوکرات، قومپرست او حتا سیکولر سیاستوالو په څېره کې راڅرګندېږي. دا طبعي ده چې په عامه ذهنیت او افکارو کې د دوی پر صداقت، فردي شخصیت، او حتا ملي وفادارۍ شکونه راولاړېږي او دوی ته “منافق”، “د بهرنیو استخباراتو جاسوسان”، “فرصتطلبان”، یا “بېسواده او بېاصله” ویل کېږي. دا د خلکو او عامه ذهنیت ټولیز چلند د دې ټولو مرتجعو بدلونونو پر وړاندې بېرته له هماغه ټولنیز نظم نشتوالي یا ټولنیز اختلاله سرچینه اخلي.
اصلي ستونزه څه ده، او د دې ټولنیز اختلال رېښه چیرې ده؟
سره لدې چې د مخکنیو سیاسي او تنظیمي افرادو په تړاو د ټولنې نیوکې او غبرګونونه ترډېره بریده د دوی له منفي مخینې او مرتجع بدلېدونکي کرېکټر څخه الهام اخلي او دا د اوس لپاره د ټولنې د طبیعي ټولیز چلند په توګه پرځای ګڼلی شو؛ خو رېښه یې اصلاً دا ده چې افغانټولنه له لسیزو د ټولنیز نظم په نه موجودیت کې اصولي پولې او بریدونه نهلري چې ټولنیز ذهنیت په مختلفو پړاوونو کې تغذیه او مدیریت کړي. همدا دلیل دی چې د ټولنې عادي افراد؛ لکه: شاعران، ښوونکي، بزګران، ورزشکاران، سوداګران، هټۍوال، صنعتکاران، رسنیز فعالان او د ټولنې د بیلابیلو اقشارو غړي د خپلو ورځنیو تجربو، درک، احساساتي او عاطفي تړاوونو او اغراضو پربنست ورځنیو پېښو او یا منفي یا مثبتو پرمختګونو په اړه خپلې مشاهدې، اخیستنې، نظرونه او بالاخره دریځ نیونه پرته له کومې تحلیلي پروسې په سوچه ډول د شعر، طنز او نثر په بڼه په سمدستي ډول بیانوي؛ خو بله خوا بیا د جدي سیاسي او اصولي څرګندونو ځای تش دی.
اوس داسې ټولنیز ـ سیاسي نظم چې پکې سیاسي مؤسسات، ستراټېژیک تحلیلونه، یا اکاډمیکې سرچینې چې د ټولنې د اقشارو د بیلابیلو افرادو سمدستي او سوچه مشاهدې او لیدلوري د اوږدمهاله تحلیل پر بنسټ پر سنجیده متمرکزو بحثونو واړولای شي، نشته. مانا، دا افراد یوازې د خپلو تجربو او ادراکو پر بنسټ غږ پورته کوي؛ نو ښکاره ده چې په افکارو او موقفګیریو کې به یې د ۱۸۰ درجې نوسانات لیدل کیږي. خو د ولس پر دغسې غیر سیاسي تبصره کوونکو باندې سیاسي حملې نه یوازې موږ هیڅ مطلوب هدف ته ـ چې سیاسي او ټولنیز نظم پرمحور د سیاسي ثبات او رښتونې سیاسي پروسې پیل دی، نه رسوي، بلکې پر دغو غیرسیاسي څرګندونو تمکېدل او افراطي نیوکې لاندې خطرناکې پایلې هم لري:
- د عامو خلکو غږونه غلي کوي: ډېر خلک چې ضد و نقیض نظرونه ورکوي، ترډېره یې سرچینه زړخوږی، د راتلونکي په اړه اندېښنه، او بالاخره د وطن سره عاطفي او احساساتي تړاوو دی. اوس که په همدغه خورو ورو غږونو چې ښايي ډېر یې غیر منطقي وي، تر نیوکو لاندې ونیول شي، دا نه یوازې ګټه نه کوي، بلکې د ولس له منځه د سوچه او لومړيلاس مسایلو څخه ملي او خپلواک سیاسي سازمانونه هم نشي خبریدلای. دا ډول نظریات د پرانیستي بحثونه په توګه په هرې ټولنې کې عادي چاره ده، او مهموالی یې دا دی چې بېرته د اوږدمهالو او تحلیلي افکارو لپاره چې سیاسي مؤسسات او اکاډمیک نهادونه یې مسؤلیت لري، په اصطلاح لومړني خام مواد دي.
- له بنسټیز سیاسي بحث نه مو پام اړوي: پر غیر سیاسي څرکندونو، سیاسي نیوکې او نقد د دې باعث ګرځي چې د سیاسي مؤسساتو، سیاسي پروسو او سیاسي موقفګیریو مالکیت بېرته همدغو غیر انفرادي اشخاصو ته ورکړل شي، او دې سره زموږ تمرکز د داسې سیاسي خوځښتونو له جوړېدو اړوي، چې د ټولنې خلک، مفکرین، او ځوانان د سیاسي مفاهیمو ژور تحلیلي بحث ته رابولي. داسې بحثونه کولای شي بیا متضاد نظرونه وشاربي، همغږي یې کړي او د سیاسي سازمانونو کرښې تثبیت کړي.
- عوامفریبه عناصرو او بهرنۍ مداخلې ته لار هواروي: کله چې د سیاسي خوځښتونو مالکیت او یا د عامه ذهنیت د سیاسي توقعاتو ادرس د دغه افرادو په لاس کې وي، بیا نو پاپیولیست رژیمونه د خپلو موخو د تحقق لپاره افراد ترټولو اسانه پیرلی، او د عامه ذهنیت لوري ته تغییر ورکولای شي. سربېره پردې، بهرني لوبغاړي هم د کریزماتیکو شخصیتونو په نوم زموږ په ټولنه کې رېښه موندلی شي او دې سره د کتلوي او سازماني خوځوښتونو چې موقفونه او کرښې یې په سیستماتیک ډول له څو تحلیلي پړاوونو راوتلي وي ، مخه ډب کوي او ولسي توقعات د خپلو موخو پربنسټ په افرادو مدیریتوي.
په پایله کې:
دا باید ومنل شي چې انسان سیاسي او ټولنیز فکر بدلوي. دا هم د منلو دی چې نیوکه او نقد د اصلاح او د مثبت بدلون په لور د تللو لومړنی شرط دی خو په سیاست کې غوره دا ده چې د عامه ذهنیت توقعات او دغهراز نیوکې د سیاسي سازمانونو په سیاسي دریځونو او سیاسي پروسو متمرکزې وي، نه د ټولنې د غیر سیاسي اقشارو او افرادو په ورځنیو تبصرو. زموږ تمرکز باید د انفرادي شخړو پر ځای، پر سیاسي سازمانونو، خوځښتونو او ګروپي تفکر وي. دا لاره زموږ سیاسي فکر ته ثبات، تداوم او اعتبار ورکوي. خو برعکس، پر انفرادي غیر سیاسي اشخاصو حملې او ورته تمکېدل نه یوازې موږ له اصلي موخې راګرځوي، بلکې د ټولنیزې بېثباتۍ او اختلال رېښه لا ژوروي.