تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۴مه』د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، افغانستان کې یې د ښځو اړوند سازمانونو سره همکاري کړې څو افغان ښځې پیاوړې او خوندي وي او عاید ترلاسه کړي.
دغه بنسټ وايي، له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې څه باندې ۲۰۰ ښځينه سازمانونو سره همکاري کړې ده.
د هغوی دغه نوښت “د ښځو د خوځښت بیا رغول” د سویس د پراختیایي ادارې او د اتریش، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، ناروې، هسپانیې او سویډن د حکومتونو له لوري تمویلېږي.
د یاد بنسټ د راپور له مخې دوی په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۴۰ سازمانونو ملاتړ کړی چې تر ۱۶ زرو زیاتې ښځې پکې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته افغان ښځې او نجونې د تعلیم او نورو لسګونه بندیزونو ترڅنګ د کار له بندیز سره هم مخې دي.
هغه افغان مېرمنې چې د یاد بنسټ مالي ملاتړ نه برخمنې دي وایي، دې مرستې تر یوه بریده په مالي برخه کې د دوی ستونزې د لنډمهال لپاره حل کړي.
دوی زیاتوي د اوږودمهال لپاره اړتیا ده چې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو لګول شوی ځنځیر مات کړي.