جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند ته د افغاني صادراتي مالونو د مخنیوي په خاطر پر پاکستان...

هند ته د افغاني صادراتي مالونو د مخنیوي په خاطر پر پاکستان د افغانستان اعتراض

تاند شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) افغانستان د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.

پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.

افغان پلاوي د تړون هغه ماده یاده کړه چې له مخې یې افغانستان ته دا اجازه ورکړل شوې چې له واګه بندر څخه درېیم هېواد ته صادرات وکړي، او پر دې یې اندېښنه وښوده.

سرچینې ویلي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ پاکستاني پلاوي طالب چارواکو ته د نوې پالیسۍ وضاحت وکړ او ویې ویل چې پاکستان د روان کال له مې میاشتې راهیسې له هندوستان سره د درېیم هېواد په تجارت بندیز لګولی، او دا پرېکړه د وروستیو ترینګلو اړیکو له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې پاکستاني پلاوي افغان چارواکو ته ویلي چې د اوسنۍ پالیسۍ له مخې له پاکستانه د هندوستان پر لور د درېیم هېواد هیڅ سوداګري ته اجازه نه شته، او دا پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ شوې ده.

ټاکل شوې ده چې دا موضوع د دواړو هېوادونو د راتلونکو خبرو پر مهال وڅېړل شي، څو د ترانزیتي سوداګرۍ په دوه‌اړخیز چوکاټ کې د احتمالي جنجال مخنیوی وشي.

افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.

4 COMMENTS

  1. که پنجابیان افغان سوداګرو مالونه د پنجاب له لارې هند ته چې دریم هېواد دی نه پرېږدي ، افغانستان هم متقابلا دا حق لري ، چې د پنجابیو سوداګرو مالونه د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته بند کړي . د افغانستان ملي ګټې او ملي پالیسۍ ایجابوي ، چې له پنجابیو سره په سوداګریزه برخه کې بالمثله رویه وکړي .

  2. IF IF IF PAKISTAN DONOT ALLOWED AFGHANS SUPPLIES TO INDIA,
    YOU TALIBS MUST DO SAME ACT AGAINST PAKISTAN, DO NOT ALLOWED PAKISTANI TRANSIT TO MIDDLE ASIA.
    IF YOU FREE, AND NOT UNDER PAKISTAN ROLL.
    THANK YOU

  3. دا دافغادستان دخلګوحق دی چی دخپل حکومت څخه وغواړي چي دپاکستان سره بلمثله عمل ترسره کړي .که تاسي داتیرسوي لنډتاریخ ته وګوری هرکال چي دافغانستان دمیووموسم راورسیږي پاکستان یوه نه یوه بهانه پیداکړي چي خپل بندرونه وتړي اوځان خوابدی کړي ،موږهره ورځ پاکستاني پروني اعمال هیره وو،که موږپریوه مثّله حساب ورسره کړي وای اوس به په دغه جنجالونونه وای اخته ،اوس هم ناوخته ندی چی ددواړو ګاونډیوسره حساب په مثقال وکړودایران دریس جمهور خبری ته خوشحالی کووچي افغانستان ته سفرکوی خدای دي بیخی نه راولی څه کورئ دافغانانوسره اوډلی دی چی اوس راځی اوپه جهان کی نوري ستونځی راته جوړوی،اوس افغانان یوه نسبتی ارامی لری دوی غواړی چی داهم دافغانانوڅخه واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب