(دیارلسمه برخه)
۳۵ – د ملکیت تصرف، استعمال او انتفاع:
ملکیت چې د عیني حقوقو مکمله بڼه ده، د هغه مالک، او متصرف ته حق ورکوي چې له هغه څخه مکمله گټه پورته کړي، بل چا ته یې انتقال کړي او حتی له انلاف سره یي مخ کړي، په دې شرط چې د قانون له احکامو او یا له ځانگړو تعهداتو سره په ټکر کې نه وي.
د مالکیت له اړخه ملکیت درې رکنه لري:
– د استعمال حق؛ یعنی له ملکیت څخه په آزاده توگه گټه پورته کولو ته ویل کیږي؛
– د انتفاع حق؛ له ملکیت څخه نفع اخیستلو ته ویل کیږي؛ او
– د تصرف حق؛ په خپل ملکیت کې د هر ډول بدلون راوستلو د حق څخه عبارت دی.
دغه د ملکیت ارکان په دې پښتو متل کي داسې منعکس شوي دي:«په نره یې گټم په نره یې خورم.»
۳۶ – ملکیت له تعرض څخه مصوون دی:
دغه اصل؛ په حقوقو کې له بنسټیزو اصولو څخه یو دی چې په حقیقت کې د ملکیت خوندیتوب تضمینوي او د نورو اشخاصو له مداخلې څخه یې امنیت ثابتوي.
همداشان که چیري دغه حقوقي اصل تر پښو لاندې شي په قانوني لحاظ باید قانون د هغه مصوونیت وساتي او هغه احیا کړي. په دې هکله هم د پښتو په یوه متل کې دا موضوع داسې بیان شوې ده: «پردی مال نه خپل کیږي.)
۳۷ – د ځان وژنۍ ممنوعیت:
په اکثرو حقوقي نظامونو او په تیره په اسلامي حقوقو کې ځان وژنه یو نا منل شوی او نا مشروع عمل گڼل شوی دی. په اسلامي ارشاداتو کې دا عمل ناروا او له کبیره گناهو څخه ده.
دغه ډول اقدام په پښتني کلتور کې هم ناوړه عمل بلل شوی دی، چې دغه متل یي ښه مصداق دی: «له مرگه مخکې ځان مه وژنه.»
(پای)