دوشنبه, جون 23, 2025
Home+ پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

 پښتو متلونه او حقوقي مفاهیم | پوهاند نصرالله ستانکزی

 (دولسمه برخه)

    ۳۲ – د میړه حقوق پر ښځې باندې:

   د افغانستان د حقوقي نظام او په ټوله کې په اسلامي حقوقو کې میړه پر خپلې ښځې دا لاندې حقوق لري:

 – د میړه شرعي او قانوني غوښتنو؛ ته باید د هغه میرمن تمکین وکړي؛

 – ښځه باید د خپل میړه درناوی ولري او د هغه حرمت وساتي؛

 – وفاداري او د امانتونو ساتنه؛ ښځه باید په ټوله مانا خپل عفت وساتې او د میړه د اسرارو په ساتنه کې هڅه وکړي، او همدا شان د میړه د کور او مال ساتنه وکړي؛

 – له کور څخه له اړتیا پرته نه وتل؛ او

 – د کور په چارو کې په صداقت سره ونډه اخیستل.

   دا ټول وجایب هغه وخت عملي کیدای شي چې په راستۍ او صداقت ترسره شي، چې د یوې سالمې کورنۍ بنسټ جوړوي. دغه موضوعات په دې پښتو‌ متل کې داسي بیان شوي دي« د ښځې چې میړه سره راستي وي د کور ژوند به یې په راستۍ وي.»

 ۳۳ – کار په حقوقي انځور کې:

   په حقوقو کې د کار درلودل د یوه حق په توگه پیژندل کیږي، چي هر انسان د شرایطو د تکمیل په صورت کې له دې حق څخه برخمن کیدای شي؛ خو‌؛ له دغه څخه نه گټه اخیستنه کوم ځانگړي مویدات نه لري. مگر په استثنایي حالاتو کې لکه اضطرار کې د کار ترسره کول الزامي بڼه غوره کوي.

    خو؛ په ټولنو کې قوانین داسې وضع شوي، چې موخه یې ټولو وگړو ته د کار کولو ماحول رامنځ ته کول دي، ځکه دا د ټولنو د ثبات سبب گرځي، او د کار نه کول د ډیرو بدبختیو او د جرمونو زیږونکونکې ده؛ دې موضوع ته په دغه پښتو متل کې داسي نظر اچول شوی دی:« بې کاري د بدبختۍ زانگو ده.»

 ۳۴ – د کوچنیانو مدني او سوداگریز معاملات:

   د مدني او سوداگریزو معاملاتو او اعمالو د ترسره کولو له حیثه کوچنیان په دوو ځانگړو ډلو وېشل کیږي: غیر ممیز او ممیز.

 غیر ممیز هغه ماشومانو‌ ته ویل کیږي؛ چې په هیڅ حالت کې یې حقوقي (مدنی او تجارتي) هیڅ ډول اعمال او معاملات اعتبار نه لري؛ او ممیز اطفال یا کوچنیان هغه دي چې معاملات یې د هغه د باصلاحیته ولي او یا با صلاحیته محکمې له خوا تایید شي. له یاده ‌ونه باسو چۍ معمولاً د ممیز یا غیر ممیز د حدودو ټاکل د عرف له مخې کیږي.

   دغه پښتو متل؛ د کوچني د تعهد د ترسره کولو جوهري مسلې ته؛ چې هغه پر تعهد وفا ده؛ داسې یې تر سوال لاندې راولي «چې د هلکه وفا غواړې لکه له خره چې کیمیا غواړې.»

 (نوربیا)

 پښتو متلونه؛ او حقوقي مفاهیم | نصرالله ستانکزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

د ملکنډ د سر توتي وی ـ یونلیک) څخه د ورتېر مازیګری او د یوه سایل جونګړه زېړ مازیګری و چې د ادم خان و درخانۍ...