چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+یو هندی چې له ۴ لسیزو کار وروسته تش لاس خپل هیواد...

یو هندی چې له ۴ لسیزو کار وروسته تش لاس خپل هیواد ته روان و، لویه جایزه وګټله

تاند – ۶۱ کلن هندي کډوال تاج‌الدین الیار کنجو، چې د سعودي عربستان په حائل ښار کې له څلور لسیزو کار کولو وروسته غوښتل د تل لپاره خپل ټاټوبي ته، چې د کرالا ایالت د تریواندروم سیمه ده، ستون شي، د ابوظبۍ د «بیګ ټکټ» په لاټرۍ کې ۲۵ میلیون درهمه جایزه وګټله.

کنجو وویل: «په ۱۹۸۵ کال کې له ممبۍ څخه تش جېب سعودي ته راغلم؛ هغه وخت حائل بې له صحرا بل څه نه و، او زما لومړۍ دنده په یوه فارم کې مزدوري وه.» اوس دی د بېړۍ او ترانسپورت یو بریالی کاروباري دی.

بریا چې د ۱۶ کورنیو ژوند بدلوي

دا نېکمرغه ګټونکی یوازې پنځه میاشتې کېږي چې د «بیګ ټکټ» له لاټرۍ سره آشنا شوی. ده د لګښتونو د کمولو لپاره له ۱۶ کرالایي کارګرانو او یوه تامیلي سره یوه ګډه ډله جوړه کړې؛ د هر کس برخه له ۱۰۰ سعودي ریاله کمه وه. د کنجو په ابتکار، جایزه پر ۱۷ برخو وېشل کېږي څو یوه برخه خیریه چارو ته ځانګړې شي.

«د ډلې ټول غړي له مالي ستونزو تېر شوي؛ ځینې لا هم په کرالا کې کور نه لري. دا جایزه د ۱۶ کورنیو راتلونکې تضمینوي.»

مېرمنې ته نااشنا زنګ

د دې لپاره چې د هند شمېره ثبت شوې وه، د لاټرۍ تنظیموونکو لومړی د کنجو له مېرمنې سره تماس ونیو، خو هغې بې له دې چې خبرې واوري، ټیلیفون بند کړ. بالاخره، دا خبر په دوبۍ کې  یوه خپلوان تایید کړ او د دوشنبې په ورځ د لاټرۍ اداره له کنجو سره تماس ونیوه.

راتلونکي پلانونه

کنجو غواړي له خپلې مېرمنې او درې لوڼو سره په کرالا کې زیات وخت تېر کړي او یو کاروبار پیل کړي، څو نورو ته هم دندې برابرې کړي.

ده په دې اړه په خندا وايي: «که بریالی نه شوو، شاید بېرته راوګرځم؛ له ۴۰ کلونو وروسته بشپړه خدای پاماني سخته وي!»

هغه دا ژمنه هم وکړه چې له کرالا څخه به د بیګ ټکټ په قرعه‌کښیو کې ګډون ته دوام ورکړي او نورو ته به هم د ټکټ اخیستو طریقه وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...