تاند【پنجشنبه د ثورـ غویي ۱۸مه】د طالبانو د حکومت مالیې وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد له ګمرکونو څه باندې ۱۰۰ټانکره بې کیفیته تېل مسترد کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست چې د ټاکل شويو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي؛ د روان ۱۴۰۴لمریز کال د وري په میاشت کې د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۰۴ټانکره واردېدونکي بې کیفیته تېل راګرځولي دي.
ویل کېږي چې د مسترد شويو تېلو له اندازې ۷۳ ټانکره ډېزل د فراه له ابونصر فراهي ګمرک څخه او ۲۶ ټانکره ډیزل او پنځه ټانکر پټرول د نيمروز ولایت له ګمرک څخه راګرځول شوي دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان موتر لرونکي اوس هم د تیلو له ټیټ کیفیت نه شکایت لري.
موټر لرونکي تمه لري چې طالبان دې پر واردېدونکو تیلو څار زیات او کیفیت ته پام وکړي.
د دوی په خبره افغانستان کې اوسني کارېدونکي تیل هم تر ډېره بریده د کیفیت له مخې بې خونده او وسایطو ته زیان رسوونکي دي