تاند【پنجشنبه د ثورـ غویي ۱۸مه】د پاکستان پوځ وايي، چې د هند بې پیلوټه الوتکو د لاهور سربېره څو ځایونه په نښه کړي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د هند له خوا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې د دې هېواد لاهور او ځینو نورو ځایونو کې نظامي تاسیسات په نښه شوي دي.
د راپورونو له مخې د دغه هېواد څلور امنیتي کسان هم په دغو بریدونو کې ټپيان شوي دي.
که څه هم هند د دغو ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د پاکستان پوځ وايي، ۱۲ ډرونونه یې له منځه وړي دي.
دا بریدونه پر پاکستان د هند له لوري د وړمې شپې بریدونو په ترڅ کې ترسره کېږي، چې په بهاولپور کې یې د ترهګرو او وسله والو ۹ ځایونه په نښه کړي وو.
بل لورته د پاکستان د هوايي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د امنیتي دلایلو له امله یې د اسلام آباد، لاهور، سیالکوټ او کراچۍ هوايي ډګرونه د لنډمهال لپاره تړلي دي.
د معلوماتو له مخې د پاکستان دا لوی هوايي ډګرونه به تر راتلونکو څو ساعتونو پورې تړلي وي.
پاکستان دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چې په وینا یې د هند له لوري د دغه هېواد پر فضايي حریم د برید احتمال ورکول شوی دی.