چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد بریدونو له وېرې؛ پاکستان راولپنډۍ کې د PSL لوبې وځنډولې

د بریدونو له وېرې؛ پاکستان راولپنډۍ کې د PSL لوبې وځنډولې

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۸مه】د پاکستان کرېکټ بورډ له هند سره د ترینګلتیا په اوج کې پرېکړه کړې، چې په راولپنډۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ PSL کرېکټ سیالۍ وځنډوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د کراچۍ کینګز او پېښور زلمي ترمنځ سیالۍ پر دغه هېواد د هند احتمالي برید له امله وځنډول شوې.

سرچینه وایي، پاتې لوبې به کراچۍ کرېکټ لوبغالي ته انتقال کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ همدا راز دا هم ویلي چې که له هند سره یې حالات نور خراب شي، نو شونې ده چې پاتې لوبې متحده عربي اماراتو ته هم انتقال شي.

د پاکستان په غوره لیګ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو سربېره، د نړۍ د نورو ټیمونو لوبغاړي هم لوبېږي.

د پاکستان او هند کړکېچ د پهلګام له پېښې وروسته توغندیزو بریدونو او د نظامي تاسیساتو تر نښه کولو پورې رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې لا هم د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د احتمالي بریدونو خبرداري ورکول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې هند د پاکستان د لاهور پر لوبغالي برید کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ د لاهور پر لوبغالي د هند له برید وروسته بیړنۍ ناسته وربللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...