جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه بدخشان کې له داعش سره د ملي مقاومت جبهې ارتباطي وژل...

په بدخشان کې له داعش سره د ملي مقاومت جبهې ارتباطي وژل شوی

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۶ مه) طالب سرچینې وايي چې په بدخشان ولایت کې یې له داعش سره د ملي مقاومت جبهې ارتباطي کس وژلی دی.

د روسیې سپوتنیک اژانس د طالبانو له قوله په راپور کې ویلي چې د بدخشان ولایت د “شهدا” ولسوالۍ په یوه وسله‌واله نښته کې، د طالبانو ځانګړو ځواکونو “مولوي زیدالله” وژلی دی.

 نوموړی د پنجشېر جبهې یو مهم غړی او د طالبانو په وینا د دې جبهې او د داعش ډلې ترمنځ د اړیکو پل جوړوونکی و. طالبان وایي چې د ده یو بل ملګری ژوندي نیول شوی دی.

د راپور له مخې، مولوي زیدالله یو سلفي مشر او سیمه‌يیز قوماندان و، چې طالبان هغه د داعش خراسان څانګې او د احمد مسعود د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ مسوول ګڼي.

دا نښته د دوشنبې په مازدیګر د شهدا ولسوالۍ مرکز ته نژدې شوې، او ویل شوي چې پکې د طالبانو څو غړي هم ټپیان شوي دي.

ځینو افغان رسنیو د طالبانو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي چې مولوي زیدالله تر دې وړاندې هم د “دوزخ‌دره” په سیمه کې د عملیاتو هدف و، خو هغه وخت تښتېدلی و. نوموړی اوس بیا بدخشان ته راستون شوی و او د داعش له یوه غړي “صبغت‌الله” سره چې د پاکستان په کراچۍ کې مېشت دی، په تماس کې و.

طالب سرچینې ادعا کوي چې دې کسانو پلان درلود په بدخشان کې یو لړ بریدونه تنظیم کړي، خو مخکې تر دې چېئ اقدام وکړي، پلانونه یې شنډ کړل شول.

د یادو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ویل شوي چې د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشیر جبهې غړو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د داعش خراسان څانګې له استازو سره لیدلي، او توافق شوی و چې داعش ته د بریدونو لپاره لازم امکانات او استخباراتي معلومات برابر کړي.

که څه هم دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تأیید شوي، خو شنونکي دا اختمال نه ردوي.

1 COMMENT

  1. د حیرانۍ ځای دی، دا اوس هم ډیري مجاهدین دا خبره کوي، چې د تره کی، آمین، کارمل او نجیب حکومتونو دیني عالمان وژل، نو ځکه بد ول. د نجیب د حکومت له سقوط نه را وروسته به مې په سلګونو داسې خبرونه لوستي وي چې مولوی فلانکی او مولوی فلانی ووژل شو.
    لکه دا ( د روسیې سپوتنیک اژانس د طالبانو له قوله په راپور کې ویلي چې د بدخشان ولایت د “شهدا” ولسوالۍ په یوه وسله‌واله نښته کې، د طالبانو ځانګړو ځواکونو “مولوي زیدالله” وژلی دی.) اوس دا ملا ملامت دی که دا حکومت. که دا ملا ملامت وي نو هغه وخت هم باید ملا ملامت وکڼو چې داسې کارونه یې کول. او که حکومت ملامت وي نو بیا هغه وخت هم حکومت ملامت و. چې ملا یې واژه همداسې دا حکومت هم باید ملامت وګڼل شي.
    او که خبره څنګه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...