تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۶مه】د کرېکټ یوې نړیوالې ویب پاڼې، کریک انفو په یوه راپور کې ملي لوبغاړی راشد خان د شل اوریزو لوبو د لومړۍ درجې غوره وېکټ اخیستونکی اعلان کړی دی.
د کريک انفو د معلوماتو له مخې، راشد خان په ۳۶۶ شل اوریزو لوبو کې د ۴۷۳ وېکټو په ترلاسه کولو سره ۳۴ ځلې د لوبو غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
راشدخان اووه ځله په بېلابېلو غوره لیګونو کې خپلو لوبډلو ته لیګونه ګټلي.
راشد خان ته په دې لیست کې د لومړي ځای ورکولو له امله هغه د شل اوریز کریکټ سیالیو یو استثنايي وېکټ اخیستونکی لوبغاړی نومول شوی، چې ژر او زیاتې وېکټې اخلي.
راشد خان د هېواد ملي لوبډلې د سیالیو سربېره، د IPL له پیل راهیسې د یوه غوره توپ اچوونکي په توګه ځلېدلی او په ۲۰۱۷ کې له سنرایزرز حیدرآباد سره په یوځای کېدو، تر اوسه دغه لیګ کې لوبېږي.
په سږ ای پي اېل کې راشدخان له ګوجرات لوبډلې سره لوبېږي، چې لوبډله یې په څلورو مخکښو لوبډلو کې دوهم ځای لري.
تر دې اعلان وروسته د راشدخان مینه وال هم د هغه د دې ویاړ له کبله په خواله رسنیو کې د مبارکۍ پیغامونه خپروي.