Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل کې د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۶مه】د طالبانو د حکومت ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړېوال نندارتون پرانېست غونډه کې صنعت د افغانستان پرمختګ مهمه وسیله بللې ده.

ملا برادر ویلي، طالبان د هېواد صنعتي کېدو لپاره مهمې موخې تعقیبوي او هڅه کوي، چې د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیدات او محصولات ډېر کړي.

برادر زیاته کړې چې، دا مهال افغانستان په ۱۳۸ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او صنعت کارانو ته یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

بل لورته د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا ادارې مرستیال په یادو مراسمو کې ویلي، چې طالبان هېواد کې د صنعت ودې او د صنعت کارانو لپاره لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.

نوموړي له صنعت کارانو غوښتي، چې د توکو تولید او تورید کې دې نړېوالو معیارونو ته پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کانونو او صنايعو خونې رییس شېرباز کمين‌زاده ویلي، چې افغانستان په ۱۶۸سکټورونو کې ځان بسياينې ته رسېدلی او اوسمهال د هېواد په کچه ۶۵۰۰فابريکې فعالیت لري چې په کې شاوخوا ۴۲۰ زره کسان په کار بوخت دي.

نوموړي ویلي، د هېواد صنعتکاران به نږدې راتلونکي کې کورني تولیدات په ۲۵سلنه تخفیف هېوادوالو ته وړاندې کړي.

دغه راز د طالبانو ‏د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د صنعت اونۍ په څلورم ملي او نړۍوال نندارتون کې ويلي، چې د طالبانو حکومت به په افغانستان کې صنعتي انقلاب رامنځته کړي.

عزيزي زياته کړې، چې دا مهال د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شوې او ان تر ټولو عادي توکي چې پخوا نه تولیدېدل، اوس د هېواد دننه تولیدېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ټينګار کړی، چې د افغانستان ټول کورني توليدات له ښه کيفيت څخه برخمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...