جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد افغانستان د ملي موزیم د ځینو برخو رغنیزې چارې پیل شوې

د افغانستان د ملي موزیم د ځینو برخو رغنیزې چارې پیل شوې

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۶مه】‏د افغانستان ملي موزیم کې د یونسکو سازمان په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۴۹ زره ډالرو په لګښت څو مهمو رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل کړې.

د یاد موزیم رئیس وایي، په دغو پروژو کې د اوبو د زېرمه ځای بیارغونه، د زړو او تاریخي وسایطو لپاره د ځانګړي نندارتون جوړول، د ودانۍ دننه رنګ ، د تاریخي اثارو نندارتون تالارونو ترمیم، د اوبو رسونې سیسټم ترمیم، د برېښنا شبکې اصلاح او د تخصصي لابراتوار ودانیزو کارونو پروژې شاملې دي.

د ملي موریم رئیس دغه پروژې فرهنګي میراث ساتنې، مدیریت او موثر معرفي په لور ارزښتناګ ګام بللی دی.

نوموړی زیاتوي، چې دا مهال د موزیم د تاریخي او فرهنګي اثارو د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا په موخه د موزیم ودانۍ کې دننه د پرمختللو امنیتي کمرو د نصبولو پروسه هم دوام لري.

د افغانستان ملي موزیم (National Museum of Afghanistan) د هېواد د لرغوني تاریخ او فرهنګي میراث یوه مهمه خزانه ده..دا موزیم په ۱۹۱۹ کال کې د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د کابل په باغ بالا ماڼۍ کې تاسیس شو.په ۱۹۳۱ کال کې دا موزیم خپل اوسني ځای ته، چې پخوا د ښاروالۍ ودانۍ وه، انتقال شو.

دغه موزیم د افغانستان د بېلابېلو تمدنونو آثار لري، چې د زرګونو کلونو تاریخ رانغاړي.

د مهمو نندارتونونو له ډلې څخه “د افغانستان پټه خزانه” یادولی شو.

1 COMMENT

  1. تاسې او خدای چیرته چې د سیل او نندارې په ځای کې داسې لاس په ماشه وسله وال ولاړ وي هالته به څوک له ډاره ورشي. بې عقلی هم یو حد لري. د دغسې تصویرونو له خپرولو سره چې سهار او بیګاه د امنیت چیغې وهۍ ولا که د چا باور وشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...