جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه تېرو دوو میاشتو کې تر ۵ زره ډېرو بهرنیانو افغانستان ته...

په تېرو دوو میاشتو کې تر ۵ زره ډېرو بهرنیانو افغانستان ته سفر کړی

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۶ مه) د افغانستان د احصائیې او معلوماتوملي ادارېد  راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې له هېواده د هوايي او ځمکنيو سرحدونو له لارې تر ۵۰۰۰ ډېر بهرني اتباع افغانستان ته داخل شوي یا وتلي دي.

د دې ادارې د خبر له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ۵۰۷۸ بهرنیانو تګ‌راتګ ثبت شوی. له دې شمېرې څخه ۲۶۵۸ بهرني اتباع، چې ۱۱۹ ښځې هم پکې شاملې دي، افغانستان ته داخل شوي، او ۲۳۹۳ تنه، چې ۶۷ ښځې پکې شاملې دي، له افغانستانه وتلي دي.

د داخلېدو تر ټولو لوړ شمېر – ۱۸۲۰ کسان – د نیمروز له سرحدي لارې ثبت شوی، ورپسې د هرات له سرحدونو څخه ۵۷۷ تنه داخل شوي دي. نور کسان د بلخ او کندهار له هوايي ډګرونو، همداراز د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب د آقینې له سرحدونو څخه داخل شوي دي.

په راپور کې د دې بهرنیو مسافرو تابعیت یا هویت نه‌دی څرګند شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...