Homeخبرونهطالبانو ته په لومړي ځل د مسکو په امنیتي غونډه کې د...

طالبانو ته په لومړي ځل د مسکو په امنیتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۶ مه) د روسیې د امنیت شورا اعلان کړی چې په لومړي ځل به د افغانستان د واکمنې ادارې استازي د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت یو پلاوی به د امنیتي چارو د جګپوړو چارواکو په نړیوال کنفرانس کې چې د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې (د غبرګولي له ۶مې تر ۸مې) د روسیې د ملي دفاعي مدیریت په مرکز کې ترسره کېږي، ګډون وکړي. دا غونډه به د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو امنیتي چارواکي سره راټول کړي.

په یوه بیان کې چې د روسیې د امنیت شورا خپور کړی، راغلي: «په دې غونډه کې به د کابل د نوې رهبرۍ استازي په لومړي ځل برخه واخلي.»

یادې شورا زیاته کړې چې د اوسنيو امنیتي ګواښونو نړیوال او سرحدي طبیعت ته په کتو، اغېزمنه مبارزه له دغو تهدیدونو سره څو اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري، او نړیوال جوړښتونه لکه د شانګهای د همکاریو سازمان، بریکس، او د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو سازمان په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

په دې ناسته کې به د اسیان، بریکس، شانګهای همکاریو سازمان، او د مشترک المنافع هېوادونو د پلاویو تر منځ غیر رسمي خبرې هم وشي. سربېره پردې، د اسیان د پلاویو د رییسانو پنځمه ناسته به هم ترسره شي.

د روسیې د امنیت شورا همدارنګه ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه نه غواړي د سترو قدرتونو د رقابت ډګر شي، او هڅه کوي چې د عادلانه او باثباته امنیتي جوړښتونو په رامنځته کولو کې فعاله ونډه واخلي.

په یوه نړیوال امنیتي کنفرانس کې، د طالبانو د یوه رسمي پلاوي حضور کولای شي د دې نښه وي چې سیمه‌ییز هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، غواړي د طالبانو له حکومت سره عملي تعامل ته مخه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...