تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۶مه】د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او د نړیوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.
شفقت علي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د مودي وروستۍ څرګندونې د کرکې او تشدد هڅوونکې دي او دا د ملګرو ملتونو د اصولو ښکاره سرغړونه ده.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي له پاکستان سره تر جګړې وروسته کله کله په خپلو خبرو کې د پاکستان ضد سختې څرګندونې کوي.
هغه وروستی ځل تور پورې کړ، چې «ترهګري د پاکستان د عاید سرچینه ده» او زیاته یې کړه چې: «پاکستانیان دې د ترهګرۍ پر ضد راووځي؛ که ډوډۍ نه لري، هوا دې وخوري، که نه زما مرمۍ خو شته».
پاکستان نه یوازې دا تورونه رد او له نړیوالو اصولو یې خلاف بللي دي، بلکې دا ځل یې له نړیوالې ټولنې د هغه پر وړاندې د غبرګون ښودلو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروسته له هغې سختې ترینګلې شوې، کله چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.
هند د دغه برید مسوول پاکستان بولي او پاکستان بیا دغه ادعا ردوي.
د همدې پېښې له امله دواړو هېوادونو څو ورځې وسله واله نښته هم وکړه چې دواړه لورو ته پکې مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
دا خو مودي رښتیا او په ځای خبره کړې. کافرستان د تروریزم فابریکه ده سي د امریکې په ډیزاین کې ترورستان او شر اچونکي جوړیږي او سیمې ته یې لیږي. کافرستا نیمه پیړۍ له دغې لارې جوړوي.
له دغي لاري خپله روزي پیدا کوي.