تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۶مه】د لیورپول فوټبال کلب د غوره لیګ د سیالیو د ترسره کېدو پر مهال، یوه موټر د فوټبال پر مینه والو ختلی، چې له امله یې ۲۷ کسان روغتون ته لېږدول شوی دي.
رویټرز خبري اژانس د پولیسو له قوله ویلي، مشکوک کس یو ۵۳ کلن سپینپوستی برېټانیويږی دی.
د لومړنیو څېړنو پر اساس دغه پېښه کومه ترهګریزه موخه نه لري.
د ټپیانو په منځ کې څلور ماشومان هم دي او د هغو کسانو له ډلې چې روغتون ته وړل شوي، د دوو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.
فوټبال لوبه په نړۍ کې د ډېرو مینه والو درلودونکې لوبه ده چې ډېری وخت د نړۍ د مشهورو کلبونو لوبو ته زرګونه کسان راټولېږي او د کوچنۍ پېښې په ترسره کېدو کې هم لسګونه کسانو ته د زیان اوښتو وېره موجوده وي.