جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد شهیدانو او معلولینو وزارت؛ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو...

د شهیدانو او معلولینو وزارت؛ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو لړۍ پیلوي

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۶مه】د طالبانو د حکومت ‏د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، تر راتلونکو څو ورځو به کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د میاشتنیو مرستو لړۍ پیل کړي.

یاد وزارت ویلي، هغه کسان چې له وړاندې د دغه وزارت له لوري تثبیت شوي هغوی ته به د حمل، ثور او جوزا میاشتو پیسې ووېشل شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پیسې به په نوبتي ډول ټول هېواد کې ووېشل شي.

خبرپانه کې د مرستو د وېش د پیل ورځ نه ده معلومه شوې.

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، د افغانستان حکومت تېر کال په کونډو، یتیمانو او معلولینو ۱۲.۵ ملیارده افغانۍ وېشلې دي.

د دې مرستو په اړه داسې مهال خبرداری ورکول کېږي، چې اوس مهال دې مرستو ته اړمن کسان له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او ورته د چټکو مرستو رسېدو غوښتنه کوي.

دوی هیله لري، چې یاد وزارت به د خپلې خبرپاڼې خبرداری په عمل کې هم پلی کړي او دوی ته به مرستې ورسوي.

1 COMMENT

  1. د متقاعدینو حقه حقوق دی اول ور کړل شی، ټول پدی پوهیږی چی دا مرستی به ملایان چا ته ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...