پاچا ته خبر ورسېد:
دښمن د یرغل تیاری نیولی، او نیت لري چې برید وکړي.
د پاچا تندی له اندېښنې او قهره ګونځې ګونځې شو.
ژر یې د کابینې د راغوښتو امر وکړ.
په شاهي ماڼۍ کې چوپتیا خوره وه.
وزیران، جنرالان، او مشاورین یو په بل پسې د دربار تالار ته ننوتل.
پاچا په درانه او قهرجن غږ وینا وکړه:
«دا غر یوازې یو طبیعي جوړښت نه دی؛
دا زموږ د ویاړ سمبول دی، زموږ د نسلونو ارمانونه پکې نغښتي دي.
که یې له لاسه ورکړو، راتلونکی له لاسه ورکوو.»
ټولو مشوره ورکړه:
«پاچا سلامت! ولس دې راوبلل شي، جګړه دې اعلان شي!»
فرمان خپور شو:
ټول نارینه، له اتلس کلنۍ تر شپېته کلنۍ پورې،
مکلف دي چې د هېواد دفاع ته په ټینګ عزم ودرېږي.
دا د هر هېوادوال وجیبه ده!
اعلان، لکه سمندري توپان، ټول وطن ته ورسېد.
په ښارونو، کلیو، او کوڅو کې ویر خپور شو.
ښځو ژړل، ځکه پوهېدې چې جګړه زړهسوی نه لري.
ماشومان حیران وو، یوازې دومره یې ویل:
«پلاره، ته به کله راستنېږې؟»
نارینه، په غمجنو سترګو او درنو قدمونو، له کورونو ووتل.
غره ته ورسېدل – هماغه غر ته،
چې کلونه پرې له ګاونډي هېواد سره شخړه روانه وه.
زرګونه سرتېري د غره په ډډه کې تیارسئ ولاړ وو.
جګړه پیل شوه – سخته جګړه.
د توپونو، باروتو، او چیغو زوږ آسمان ونیو.
انسانان، لکه پرې شوې ونې، پراته وو.
د غره هرې تيږې ته وینه ورسېده.
دواړو خواوو ته بېشمېره انسانان ووژل شول.
پاچا ته خبر راغی:
«سرتېري ختمېږي!»
نوی فرمان خپور شو:
«پنځلس کلن دې هم د هېواد د دفاع مورچل ته واستول شي!»
ماشومان یې له کوڅو، ښوونځیو، او لوبو راټول کړل.
وسلې یې ورکړې.
په څو ساعتونو کې یې د مرګ چل ورزده کړ.
د جنګ ډګر ته یې ولېږل.
خو تنکي وجودونه یې ډېر ژر غلبېل شول.
یو هم بېرته راستون نشو.
جګړه روانه وه.
پاچا بل فرمان صادر کړ:
«پېغلې دې هم جګړې ته چمتو شي!»
پېغلې، چې مړوندونه یې له رنګا رنګ بنګړیو ډک وو – اوس یې پر ماشه ګوتې نیولې وې.
د توپونو په غړمبا کې یې سندریز غږونه ورک شول.
پسته بدنونه یې تار تار ولوېدل.
ښارونه، کلي، او کوڅې تشې شوې.
نه سړي پاتې وو، نه هلکان، او نه پېغلې.
پر هېوادونو د بېکسۍ او بېوزلۍ سیلۍ خوره شوه.
یوازې بوډاګان، یتیمان، او سپینسرې میندې پاتې وې.
یوه ورځ، له دواړو هېوادونو
پلرونه او میندې سره راټول شول.
لاسونه یې سره ورکړل.
پریکړه یې وکړه چې:
«جګړه بس ده!»
پاچاهانو ته یې وویل:
«نور بس! نور بس!
دادې: سروزرو او لالونو پړکېدونکی غر، موږ نه دی په کار!
دا هغه وخت ښکلی او ارزښتمن و،
چې زموږ اولادونه ژوندي وو.
اوس چې ژوند ساه نه لري، دا ټول بېارزښته کاڼي دي.
شتمني یواځې هغه مهال ارزښت لري، چې انسان ژوندی، سوکاله، او روغ وي.»
۲۰۲۵، د مې ٢٦مه