پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+په پلاستيکي لوښو کې خوراک د زړه د ناکامۍ خطر زیاتوي

په پلاستيکي لوښو کې خوراک د زړه د ناکامۍ خطر زیاتوي

تاند – یوه نوې څېړنه، چې چینایي څېړونکو کړې ده، ښيي چې په پلاستيکي لوښو کې خواړه خوړل د زړه د ناکامۍ خطر په ښکاره ډول زیاتوي.

د خطر اصلي لامل

څېړونکي وايي، د دې خطر د زیاتوالي دلیل د هاضمې په سیستم کې د میکروبونو بدلون دی، چې التهاب رامنځته کوي او د وینې جریان ته زیان رسوي.

د څېړنې پایلې

دې څېړنې، چې په دوو برخو کې شوې او دقیقه علمي ارزونه یې شوې، د هغو شواهدو شمیر ډېر کړی، چې په پلاستيکي لوښو کې د خوراک د احتمالي خطرونو په اړه مخ په زیاتېدو دي.

ساینسپوهانو لا دمخه خبرداری ورکړی و چې د پلاستيکي موادو کیمیاوي ترکیبونه د زړه دله ناروغیو سره تړاو لري.

څېړنه څنګه ترسره شوه؟

  • څېړونکو لومړی د ۳۰۰۰ کسانو د پلاستيکي لوښو د کارولو کچه وڅېړله او د زړه په ناروغۍ د هغوی د اخته کېدو امکان یې وارزاوه.
  • په بله مرحله کې، په پلاستيکي بوتلونو کې اېشل شوې اوبه، چې د پلاستیک کیمیاوي مواد یې جذب کړي وو، په موږکانو ړازمول شوې.

خطرناکې پایلې

لاسته راغلي معلومات ښيي، چې د پلاستیک کیمیاوي مواد د زړه د ناکامۍ خطر په ښکاره ډول زیاتوي.
پلاستیک شاوخوا ۲۰ زره کیمیاوي مواد لري، چې زیاته برخه یې د روغتیا لپاره خطرناکه ده.

دا مواد اکثراً د خوراکي توکو په بسته‌بندۍ کې موندل کېږي او له سرطان، د تولیدي سیستم زیان، او نورو روغتیايي ستونزو سره تړاو لري.

د ګرمو توکو او پلاستیک ترمنځ خطرناک تعامل

څېړونکو خبرداری ورکړی، چې کله پلاستیک له ګرمو موادو سره تماس ومومي، کیمیاوي مواد یې په چټکۍ او لوړه کچه خارجېږي.

د دې څېړنې پر اساس، که پلاستيکي لوښي په مایکرووېف کې تودو شي، هر سانتي‌متر مربع یې تر ۴.۲ میلیونه مایکروپلاستیک ذرات خوشې کوي.

د روغتیايي متخصصانو سپارښتنې

که څه هم دا څېړنه د مصرف کوونکو د ساتنې لپاره مشخصې سپارښتنې نه لري، خو روغتیايي متخصصان وايي:

  • په کور کې په پلاستيکي لوښو کې باید خواړه تاوده نه کړل شي.
  • په پلاستیک کې باید تود خواړه وا نه چول شي، او نه هم باید پکې پخلی وشي.
  • د کورنيو پلاستيکي لوښو بدیلونه لکه ښیښه، لرګي، یا فولاد کارول باید ډېر شي.

پلاستیک د انسان مغز ته رسېدلی!

یوه بله نوې څېړنه ښيي، چې د مایکروپلاستیک ذرات د انسان مغز ته هم داخل شوي!

د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د مړو د مغز د نمونو ارزونې ښودلې، چې د پلاستیک ذرات ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب