پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهسالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۳ تنه مړه او ژوبل...

سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۳ تنه مړه او ژوبل شول

تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۳۱مه】د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوولان وايي، چې په سویلي سالنګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د سرچینې په وینا دا پېښه پرون مازیګر ناوخته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې، په سویلي سالنګ کې یو «کوماز» موټر له سړکه اوښتی او له څلورو نورو مسافر وړونکو موټرو سره جنګېدلی او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د یادونې ده چې سالنګ لویه لار په هېواد کې یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ګڼل کېږي.

هر کال پر دې او ځينو نورو لویو لارو ګڼې ترافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي، چې تر جګړې وروسته په کې ډېره برخه خلک د ترافیکي پېښو قربانیان دي.

د ترافیکي پېښو لوی لاملونه، بې احتیاطي، د موټر چلوونکو لت لوري د ترافیکي قوانینو نه عملي کېدل او د وران ویجاړ، کوچني سرکونه یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب