Homeخبرونهپه فنلنډ کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریون...

په فنلنډ کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریون وشو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) فنلنډ څانګې  پرون د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۹مه، د فنلنډ د پارلمان مخې ته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریون وکړ.

په دې لاریون کې لسګونو افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او د بلوڅانو استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو د پاکستان د دغه کړنو پر ضد شعارونه ورکړل او له نړیوالو یې وغوښتل چې د افغان کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي.

د PTM فنلنډ مشر شفیق الله یوسفزي وویل، د افغان کډوالو جبري شړل د انساني حقونو خلاف دي او نړیوال باید غلي پاتې نه شي.

د ورته لاریونونو لړۍ به نن په بلجیم، ډنمارک او درویشتمه نېټه په برتانیه کې هم دوام ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...