تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۳۱مه】د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بند خونو ۱۷۵ افغان بندیان تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.
سرچینې د کندهار سپین بولدک د کمسیارۍ له قوله ویلي، راخوشې شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې له یوې تر درېیو ورځو په زندان کې ساتل شوي وو.
دغه کسان تر نوم لیکنې او د مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، چې وروستیو اونیو کې بېلابېلو هېوادونو کې د افغانانو د راخوشي کولو هڅې زیاتې شوي، چې تېرو څو ورځو کې سلګونه افغانان د ایران او پاکستان له زندانونو له راخوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
دا کډوال داسې مهال ازادېږي، چې پاکستان له افغان کډوالو سره د مور میرې چلند شروع کړی او ویل کېږي او هغه کډوال په جبري ډول وباسي، چې ناچاره دي او شتمن افغان کډوالو سره غرض نه لري.
پاکستان د اپریل له پیل نه تر دې دمه کابو ۹۰ زره افغانان چې نیمایي یې ماشومان دې په جبري ډول ایستلي دي.
بل لورته تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) فنلنډ څانګې پرون د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۹مه، د فنلنډ د پارلمان مخې ته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریون وکړ.
په دې لاریون کې لسګونو افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او د بلوڅانو استازو ګډون کړی و.
ګډونوالو د پاکستان د دغه کړنو پر ضد شعارونه ورکړل او له نړیوالو یې وغوښتل چې د افغان کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي.