پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهطالبانو له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره...

طالبانو له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) طالبانو افغانستان ته د داعش د غړیو د اوښتو د مخنیوي لپاره د دیورند پر کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

په دې اقداماتو کې د امنیتي ټیمونو ځای پر ځای کول او د کډوالو د هویت بایومتریک پېژندنه شامله ده، په تېره بیا په تورخم کې.

د طالبانو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته، د دې لپاره چې د داعش ترهګرې ډلې غړي د کډوالو په نوم افغانستان ته نه ننوځي، طالبانو خپل امنیتي تدابیر په ځانګړې ډول په تورخم کې پیاوړي کړي دي.

د یادو سرچینو په وینا، دا مهال د «سلطان مفکر» په مشرۍ یو امنیتي ټیم چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیت ریاست مشري کوي، تورخم ته استول شوی دی. دا ټیم د طالبانو د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له ځینو غړو جوړ شوی، او له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله، په تورخم کې ځای پر ځای شوی دی.

طالب امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې د دوی د استخباراتو له مخې، داعش هڅه کوي چې د کډوالو په جامه کې له خپلو کورنیو سره یوځای د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي. له همدې امله په تورخم کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

سرچینې زیاتوي، ټولو کډوالو ته یوازې هغه مهال د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې د بایومتریک سیسټم له لارې یې هویت تایید شي.

یوه طالب امنیتي چارواکي ویلي: «موږ د پاکستان له تاکتیکونو سره اشنا یو. موږ نه یوازې تورخم، بلکې هغه ټولې لارې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خلاصې دي، کلکې څارو.»

راپور زیاتوي چې دغه اقدامات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي، او طالبان یوازې په تورخم بسنه نه ده کړې، بلکې داسې نورې لارې هم شته چې ښایي داعش هڅه وکړي له هغو څخه د کډوالو په نوم افغانستان ته ننوځي. له همدې امله طالبانو په سپین بولدک، غلام خان، خرلاچۍ (پکتیا) او انګور اډې (پکتیکا) کې هم خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو په نوم د داعش وسله وال افغانستان ته ولېږي.

طالبان وايي چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره یې په تورخم کې یو کمپ جوړ کړی چې «عمري کمپ» نومېږي، او نویو کډوالو ته لومړی په همدې کمپ کې ځای ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب