Homeخبرونهپه یوولس ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

په یوولس ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د نن لپاره د هیواد په یوولس ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو اټکل کړی دی.

د دې ریاست د اټکل له مخې، نن به په کندوز، بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، لوګر، پروان او لغمان ولایتونو کې ورښتونه پیل شي او د ثور تر دوهمې پورې به دوام وکړي.

د هوا پېژندنې ادارې د یادو ۱۱ ولایتونو له اوسیدونکو غوښتي چې د سرومال د تاوانونو د مخنیوي لپاره تیاري ونیسي او هغو سیمو ته له تګه ډډه وکړي چې سیندونه ورته نژدې دي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون سخت ځپلی دی.

له تېر کال راهیسي سیلونه د افغانستان یو شمېر سیمې پر له پسې ځپي. دغو سیلونو د سلګونو افغانانو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...