پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهپاکستاني ورځپاڼه: په سند ایالت کې یوازې بېوزلي افغان کډوال نیول کېږي

پاکستاني ورځپاڼه: په سند ایالت کې یوازې بېوزلي افغان کډوال نیول کېږي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) د پاکستانۍ ورځپاڼې،”ایکسپریس ټریبیون” پرون (شنبې) راپور ورکړ چې د دغه هېواد پولیسو د بې‌وزلو او کم‌عاید لرونکو افغان کډوالو نیول او ایستل پیل کړي، په تېره بیا په سند ایالت او د هغه په مرکز کراچۍ ښار کې.

دې ورځپاڼې لیکلي چې پولیسو د هغو شتمنو او بانفوذه افغان کډوالو په نیولو او شړلو سترګې پټې کړې چې په کراچۍ کې میشت دي.

ایکسپریس ټریبیون د حمل (وری) میاشتې په ۳۰مه، د سند ایالت او کراچۍ ښار له یو شمېر افغان کډوالو سره په خبرو کې لیکلي چې د اپرېل له پیل راهیسې هره ورځ لږ تر لږه ۳۰۰ افغان کډوال د سند له بېلابېلو سیمو نیول کېږي او له هېواده ایستل کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال د جمعې په ورځ ویلي و چې په تېرو دریو اوونیو کې له دغه هېواده تر ۸۰ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د رسمي شمیرو له مخې، په سند ایالت کې شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په کراچۍ کې مېشت دي.

عبدالرحمن او محمد خان، دوه افغان کډوالو ورځپاڼې ته ویلي چې د سند پولیسو د دوی خپلوان په کراچۍ ښار کې نیولي او د کیمیاړي کمپ ته یې انتقال کړي دي. دغو دواړو افغانانو ادعا کړې چې خپلوان یې بې‌وزلي وو او په ورځنۍ مزدورۍ یې ګوزاره کوله. دوی زیاته کړه چې پولیسو دا کورنۍ په داسې حال کې ونیولې چې د یوې ډوډۍ لپاره پیسې هم ورسره نه وې.

هغوی وویل:
«پولیس د شتمنو او کاروبار لرونکو افغانانو له نیولو ډډه کوي، خو بې‌وزلي خلک یوازې د شړلو لپاره د شمېر پوره کولو په موخه نیسي.»

یوه افغان کډوال، محمد طاهر، چې د کراچۍ کې په سهراب ګوټ کې د هوټل مالک دی، وویل چې ۳۵ کاله وړاندې له کندوز ولایت څخه کراچۍ ته راغلی. نوموړی چې درې زامن او درې لوڼې لري، وایي ټول اولادونه یې په پاکستان کې زیږېدلي دي. هغه زیاته کړه:

«لکه زما اولادونه، ډېر نور افغان ماشومان هم دلته زیږېدلي او هیڅکله یې افغانستان نه‌دی لیدلی. څنګه کولای شي په داسې هېواد کې ژوند وکړي چې هېڅ‌کله یې نه‌دی لیدلی؟»

مدافع وکیله او د مهاجرینو د حقونو فعاله منیژه کاکړ، وایي، اکثره افغانان چې پولیسو نیولي، د ترکاریو بازارونو کې مزدوران وو. هغې وویل:

«د حکومت له رسمي حکم سره سم، باید یوازې هغه افغانان وایستل شي چې د افغان نابعیت کارت (ACC) لري.»

خو هغې ټینګار وکړ چې په کراچۍ کې ډېر افغانان چې قانوني اسناد لري، هم نیول شوي او “په زور” له هېواده ایستل شوي دي. هغې زیاته کړه چې ډېری نیول شوي افغانان بې‌وزلي او کم‌عاید لرونکي خلک وو.

راپور زیاتوي، چې دا مهال په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو درېیم او څلورم نسل هم د شتمنۍ او ټولنیز نفوذ د نشتوالي له امله د شړلو له ګواښ سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب