Homeخبرونهکندوز کې د کابل بانک مخې ته چاودنې ۵ کسان ووژل

کندوز کې د کابل بانک مخې ته چاودنې ۵ کسان ووژل

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۳مه】په کندوز ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د کابل بانک د ودانۍ مخې ته په شوې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي دي.

دا چاودنه ځانمرګی برید وو.

رویټرز خبري آژانس د یاد ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وايي په وژل شویو کې د طالبانو وسله وال او ملکي وګړي شامل دي.

یو شمیر نورو رسنیو بیا د خاکسار له قوله لیکلي، چې په دې برید کې چې نن (سې شنبه، سلواغې ۲۳مه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې شوی پنځه سرتیري او عام وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د خاکسار په وینا تر دې دمه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې دوام لري.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

دا بریدو وروسته له هغه کېږي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه بحث وکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې داعش ډلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې، چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د لیندۍ په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې په ګډون د ګڼو بریدونو پړه منلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...