دوشنبه, دسمبر 15, 2025
Homeخبرونهد کندوز د انتحاري چاودنې د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی

د کندوز د انتحاري چاودنې د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی

تاند (سې شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۳مه) په کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه د نن (سې شنبې) سهار د چاودنې د مړو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

طالب چارواکي د ۵ تنو وژل کېدا تاییدوي خو ځینې نورې سرچینې وايي چې ۲۵ تنه وژل شوي، او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو پر اساس، د چاودنې اکثره قربانیان د طالبانو غړي دي. په وژل شویو کې د کندوز پوهنتون یو استاد شهاب سالارزی هم شامل دی.

همداراز ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې د کندوز د څلورمې امنیتي حوزې قوماندان زکریا هم شامل دی.

خو طالبانو دا خبره تراوسه تایید یا رد کړې نه ده.

د کندوز امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې د سې شنبې په سهار د کابل بانک څانګې ته څېرمه دا چاودنه انتحاري حمله وه، چې د طالبانو او ملکي وګړو په ګډون، ۵ تنه پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو انتحاري بریدونه عموماً داعش کوي.

دا برید څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې طالبانو خپلو نظامي او امنیتي کسانو ته امر وکړ چې د معاش د اخیستو لپاره بانکونو ته ورنه شي او پر ځای یې ځانګړي ټاکل شوي ځایونه وکاروي.

لومړی خبر

په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخي ته چاودنه شوې ده

کندوز کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وایي، چې چاودنه نن سهار ۸:۳۵ د کابل بانک مخې ته رامنځته شوې ده.

نوموړي د ځاني زیانونو او د چاودنې د بڼې په اړه څه ندي ویلي.

تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د چاودنې مسوولیت ندی منلی.

نور جزیات وروسته…

1 COMMENT

  1. که مو په یاد وي ، څو ورځې مخکې د پنجاب آی اس آی مشر په ترکیه کې د شورای مقایومت له مشرانو سره وکتل او هغوی ته یې هدایت ورکړ چې په کومه طریقه د افغانستان موجود شرایط او امنیت ګډوډ کړي . زما په نظر داعش خراسان او د شورای مقایومت « شورای مقاومت » ډلې دواړه له یوه آخوره اوبه او واښه خوري . د افغانستان د خلکو وژل ، د امنیت بې ثباته کول و وژل او ترور د همدغو ډلو مشترک کار دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...