تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۳مه】په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي، هېواد یې د واخان لارې پرانېستلو او چین سره د افغانستان نښلېدو کې هیڅ ستونزه نه لري.
ژاو شینګ زیاته کړې،چې د دغې لارې په پرانېستل کېدو سره به په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ملا عبدالواسع سره کتنه کې کړې دي.
ژاو شېنګ ویلي،چې دا مهال د چین له لوري بامیانو کې د برېښنا رسولو، کندهار کې د روغتونو جوړول او تخار کې د آمو سیند تېلو پروژې چارې روانې دي.
دغه لوړ پوړي چینایي چارواکي زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د چین او افغانستان اړیکې لا پیاوړي شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه او سوداګري زیاته شوې ده.
بل لورته د طالبانو د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ملا عبدالواسع له چین غوښتي، چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.
د واخان دهلېز اقتصادي ارزښت
د واخان دهلېز د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري، یوه تنګه دره ده چې د چین هېواد له سینکیانګ ولایت سره پوله لري او د تاجکستان د ګورنو – بدخشان خودمختاره سیمه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير له ګلګت بلتستان سیمې څخه جلا کوي.
د واخان درې پامیر له هسکو غرونو څخه د پنج او پامیر سیندونه راوتلي او په پایله کې د امو سیند جوړوي. د واخان درې اوږدوالی شاوخوا ۳۵۰ کیلو مټره او پلنوالی یې له ۱۳ څخه تر ۶۵ کیلو مټرو پورې رسېږي.
د واخان دهلېز په ۱۹مه پېړۍ کې د وخت د دوو لویو زبرځواکونو (روسانو او انګریزانو) د سترې سیاسې لوبې په نتیجه کې رامینځته شو او دواړو طرفونو له لوري د بفر زون په صفت وپېژندل شو.
که څه هم واخان ته د تګ او راتګ لاره خرابه ده، خو د تاریخ په اوږدو کې د ختيځې، سویلي او مرکزي آسيا هېوادونو د وګړو لخوا د سوداګریزې لارې په توګه کارول کېده.
چین سره د واخان لاره او هند سره د چابهار لاره د سوداګیری راکړه ورکړی لپاره مهمې لاری دی باید دوی پرمختګ لپاره ګامونه واخیستل شي
که افغانستان غواړي چى د پاکستان له تجارتي ښکيلاک ځان بيغمه کړي د واخان او چا بهار لاري ورته د ژوند د شاهرګ ارزښت لري. دلته د دغى خبري يادون ډير اړين او پر ځاې بريښي چي وويل شي. د سردار محمد داود خان د صدراعظمي پر مهال د افغانستان او پاکستان هيوادونو تر منځ د شمشاد د غره( تورخم ته څيرمه) د پوستي په سر لانجه را وټوکيده پاکستان سمد لاسه د افغانستان د صادراتي توکو پر مخ د تورخم اوسپين بولدک دروازى وتړلي بيا سردار محمد داود خان شوروى اتحاد ته مخه کړه اوله هماغه وخته د شوروى اتحاد پښه افغانستان ته را وڅښيده چي پايله يي ټولو وليدله او دهماغه اور څخه د پاتي سپرميغيو په اور کي هيواد تر اوسه سوځي. زما په اند زموږ د هيواد خير د پاکستان له تجارتي ښکيلاک څخه په خلاصون کي نغښۍ دۍ.