تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۳مه】هندي رسنیو د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې چابهار بندر له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه بدیله لار ده.
په راپور کې د هندي چارواکو له خولې راغلي، چې دغه لار همدارنګه د هند او ایران دواړو لپاره دوه اړخیزې ګټې هم لري.
دغه راپور وروسته له هغې خپریږي چې د امریکا د خزانې وزارت پر ایران د بندیزونو په لړ کې چابهار بندر، چې هند او ایران یې تېر کال د پراختیا ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړی و، هم شامل کړی دی.
هند او ایران په څو برخو کې ستراتیژیکې اړیکې لري او چابهار بندر د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه مهمه پروژه ده.
رسنۍ وایي، که دغه معافیت لغوه شي، نو دا به پر هند او ایران باندې فشار واچوي او د هند او امریکا ترمنځ اړیکو کې پیچلتیاوې رامنځته کړي.