ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز
دریم فصل
اسناد: د لېوه مړۍ
کیسه لومړنۍ معلوماتي ټکنالوژي وه، چې بشر اختراع کړه. کیسو په لوی شمېر د معاونت او همکارۍ بنیاد کېښود او بشر يې د ځمکې په مخ تر ټولو زورور حیوان کړ. مګر کیسې هم خپل محدودیتونه لري.
لومړی په دې غږېږو، چې کیسې د ملتونو په جوړولو کې څه ډول لاس لري. ګڼ ملتونه لومړی د شاعرانو په تخییل کې رامنځته شوي دي. مثلاً په ۱۹۸۰ کلونو کې د بیالیک په نوم یوکرایني یهودي، ګڼ شعرونه او کیسې ولیکلې او اروپايي یهودو ته يې په دوی باندې د کېدونکو ظلمونو او کمزورتیاوو په اړه وویل او په دوی يې غږ وکړ، چې له خپله ځانه وسله واله دفاع وکړي، فلسطین ته دې کډه وکړي او هلته دې خپل دولت په پښود ودروي. نوموړي په خپل یوه مشهور نظم کې پر یهودي ښځو ډله ییز تېري ته اشاره وکړه او یهودي سړي يې له وېرېدلو موږکانو سره تشبیه کړل او داسې یې انځور کړل، چې یهوديانو خدای ته لاسونه لپه کړي دي او د یوې معجزې په تمه دي. د دغه نظم لوست اوسمهال په ښوونځیو کې اجباري دی او په هر هغه چا یې هم لوستل لازمي دي، چې غواړي، په تېرو دوو زرو کلونو کې پر یهودو د تېرو شویو ظلمونو داستان واوري. د دغو خبرو پایله وه، چې يهودي پوځ د نړۍ د ځواکمنو پوځونو په کتار کې ودرېده، او همدا شعرونه وو، چې بیالیک ته يې د اسرائیل د ملي شاعر تاج ور په سر کړ.
یوه خوا بیالیک په یوکراین کې شعرونه ليکل، نو بل خوا په هنګري کې تیودور هرزل یهودي په ۱۹۸۰ کلونو کې د صیهونستي رژیم په سازمان بندي کې بوخت و. هرزل دوه کتابونه ولیکل، «یهودي دولت»، چې په فلسطین کې د یهودي دولت د قیام لپاره د هرزل نظریات وړاندې کوي او بل کتاب يې «پخوانۍ نوې ځمکه» یو ناول دی، چې د یوه خوشاله او هوسا یهودي دولت انځور پکې ايستل شوی دی. دغه کتابونه، سره له دې چې په فلسطین کې يې ځمکني واقعیتونه ډېر سخت له پامه غورځولي وو، د صیهونستي رژیم په جوړېدو کې خورا ډېر اغېزمن وو. «پخوانۍ نوې ځمکه» په عبراني ژبه کې په تل ابیب وژباړل شوه او تل ابیب ښار، چې د کتاب له چاپ نه اووه کاله وروسته منځته راغی، خپل نوم يې له دې کتابه اخیستی و. بیالیک د اسرائیل ملي شاعر دی، مګر هرزل د اسرائیلي دولت لرلیدونکی شو.
بیالیک او هرزل د خپل وخت ډېر زیات واقعیتونه له پامه وغورځول، مثلاً دا چې په ۱۹۰۰ شاوخوا کې د فلسطین په شاوخوا ۶۰۰ زره نفوس کې یهودو یوازې له شپږ تر نهه سلنه پورې جوړوله. خو دې دواړو لیکوالو د بایبل کیسو ته ډېر زیات ارزښت ورکړ او دغه راز دواړه د ملتپانې له هغو اسطورو هم ډېر زیات اغېزمن وو، چې دغه مهال په اروپا کې شاوخوا هرې توکمیزې ډلې د ځان لپاره پنځولي وو. تر دې پورې چې هرزل وویل، چې ملتونه له خوبونو، سندرو، افسانو را پورته کېږي.
مګر خوبونه، سندرې او افسانې چې هر څومره الهام بښونکې هم شي، د یوه فعاله ملي دولت د جوړولو لپاره کفایت نه کوي. د دغه دولت د ساتنې لپاره پوځ ته اړتیا ده او مالیې ته اړتیا ده، چې وسلې او توپکې پرې واخلي. د کثافاتو لپاره د کانالیزاسیون او ویالو سیسټم پکار دی. وطنپالنه خو دا نه ده، چې د خپل مور وطن په ښکلا کې ترانې وغږوې او دا خو بالکل نه ده، چې د نورو قومونو او اقلیتونو په باره کې له کرکې ډکې ویناوې وکړې. اصلي وطنپالنه دا ده، چې مالیه ورکړې، تر څو د هېواد وګړي د ویالو او کانالیزاسیون، امنیت، تعلیم او عامې روغتیا له سیسټمونو نه برخمن شي.
بيا د دغو ټولو خدمتونو او مالیو ټولولو لپاره ډېر زیات معلومات باید راټول، ذخیره او پروسیس شي. د جایدادونو، تادیو، قرضونو،، زېرمو، بودیجو، بیلونو او معاشونو په باره کې یوه دنیا معلومات باید زموږ په لاس کې وي. مګر دا معلومات خو داسې څه نه دي، چې په یوه کیسه به يې بدل کړې او دغه کیسه به په یادو زده کړې. بلکې دغه ټول معلومات د لیسټونو، جدولونو او پراخو پاڼو په شکل کې راځي.
لیسټونه نه یوازې د ملي مالیې د سیسټمونو لپاره ضرور دي، بلکې د نورو مغلقو مالي مؤسسو لپاره هم ورته اړتیا ده. شرکتونه، بانکونه او د اسهامو بازارونه له دوی پرته دوام نه شي موندلی.
لیسټونه او کیسې د یو بل بشپړوونکې دي یا به ووایو چې لازم و ملزوم دي. ملي اسطورې د مالیو حسابونو ته مشروعیت ور بښي، او د مالیو حسابونه بيا په دې کې مرسته کوي، چې دغه ذهني کیسې په کانکريټي ښوونځیو او روغتونونو تبدیلې شي. دا خبره په هر ځای کې په همدې شان ده. ډالر، پاؤنډ، یورو او بیټ کواین د یوه ډله اغېزناکو خلکو د کیسو په مټ وجود مومي، او هغه افسانې چې بانکوال، د مالیې وزیران او لوی پانګه وال يې بیانوي، د هغو په مټ د دې پیسو ارزښت یا پورته ځي یا ښکته ځي. مګر په دې ټولو سربېره، بيا هم د یوه بانک د مدیریت لپاره لیسټونه خورا ضرور دي.
خو د لیسټونو ستونزه او له کیسو سره يې فرق دا دی، چې لیسټونه له کیسو ډېر زیات ستومانوونکي دي، او دا په دې معنا ده چې کیسې په اسانه په یادو زده کولی شو، خو د لیسټونو په زړه ساتل ستونزمن کار دی. ارتقا زموږ ماغزه داسې اوډلي دي، چې په ډېره لویه کچه معلومات هغه مهال اخیستلی، ساتلی او پروسیس کولی شو، چې د کیسو په بڼه ترتیب شي. رامایانا د هندو اسطورې له بنسټي افسانو څخه ده. دغه افسانه ۲۴ زره کرښې اوږده او شاوخوا ۱۷ سوه مخه حجم لري.
په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې پر رامایانا فلم او ټلویزوني سریال جوړ شو. په ۱۹۸۷- ۸۸ کې دغه ۷۸ برخې سریال (چې شاوخوا ۲۷۳۰ دقیقې کېده) په نړۍ کې تر ټولو ډېر کتل شوی سریال وپېژندل شو. په ۲۰۲۰ کې د کرونا په دوران کې دغه سریال یو ځل بیا په ټلویزون خپور شو. او یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو ډېر کتل شوی سریال وګرځېده. د انسان اوږدمهاله حافظه د دې لپاره سازه شوې ده، چې کیسې زېرمه کړي. مګر ډېری خلک د لیسټونو په زړه کول ډېر ستونزمن مومي. د حفظ کولو په میتودونو کې د دې لپاره چې د توکو یو لیسټ حفظ کړای شي، هغه توکي په یوه پلاټ کې اوبدل کېږي، او په دې سره لیسټ د کیسې بڼه خپلوي. خو ان د دغو میتودونو په مرسته به هم څوک وکولی شي، چې د ټول هېواد د مالیې او بودیجې حسابونه په ذهن کې وساتي؟
د ملي شعرونو او اسطورو برخلاف، چې په مغزو کې زېرمه کېدلی شي، مغلقو ملي مالیو او مدیریتي سیسټمونو ته یوه غیرعضوي معلوماتي ټکنالوژي پکار وه. دغه ټکنالوژي لیکلي اسناد وو.