یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهایران وايي، په وارو کې بند ۲۵۰ افغان کډوال یې له موندلو...

ایران وايي، په وارو کې بند ۲۵۰ افغان کډوال یې له موندلو وروسته افغانستان ته لېږلي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) د ایران د رضوي خراسان ولایت د تایباد ښار  عمومي څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل چې ۲۵۰ غیرقانوني افغان کډوال، چې د واورې او یخنۍ له امله په سرحدي سیمو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي او له هېواده ایستل شوي دي.

نوموړي وویل چې دغو افغان کډوالو هڅه کوله چې په غیرقانوني توګه ایران ته ننوځي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د تایباد ښار عمومي څارنوال حجت صدیقي، وویل چې دا کډوال د درنې واورې له کبله بند پاته شوي وو، د ایراني ځواکونو له لوري له پېژندل کېدو وروسته ونیول شول.

هغه زیاته کړه چې یاد کډوال د یخنۍ له امله له روغتیایي ستونزو سره مخامخ وو، او د طبي خدماتو له ترلاسه کولو او قانوني پروسو له بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته ولېږدول شول.

د ایران د رضوي خراسان ولایت د تایباد ښار عمومي څارنوال ټینګار وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې، نژدې ۱۴۰۰ افغان کډوال، چې له دوغارون سرحده یې ایران ته د “غیرقانوني” ننوتلو هڅه کوله، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او له هېواده ایستل شوي دي.

دا ایراني چارواکی پر داسې مهال د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو خبر ورکوي چې په وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

تر دې وړاندې، د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مؤمني د کډوالو لپاره د سختو قوانینو د تطبیق اعلان کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....