یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا...

یو شپون او یو پښتون ملا، ورسره یو څو یاران!|دوکتور لعل پاچا ازمون

له ناچاپ کتابه

ما څه ګناه کړې؟

ژوند لوی پنډه را ته پر سر ایښی دی، زه یوازې او سپېره مړي کارونه دومره زیات دي چې سر ګرولو ته مې نه پرېږدي، پوهنتون او ورسره څنګ کې اشنا راډیو لپاره ټوله ورځ د خلکو خولو ته مایک نیول، غونډو کې ګډون، په یوه راپور پسې ځمکه ګزول او ټوله ورځ سرګرداني، لیک کول، روغ رنځور پوښتنه، ښادیو کې ګډون او د ویر پر ټغر له خلکو سره ناسته، دا لویې چارې دي، تر څنګ یې نوره ټکه پوکه خبره هم پیدا کېږي، راځه نن ددې ټولو چارو په سر کې له استاد سره وغږېږه، هسې نه چې بیا بوخت شې او له استاد سره در نه مشوره پاتې شي.

ایسته مې سهار په خړه ټیلفون را واخست، د استاد نوم مې پر ښیښه پیدا کړ، شنه تڼۍ مې کېکاږله، یو زنګ تېر شو، پسې دویم شو، په درېم کې مې له ځانه سره وویل: که دا ځل یې شنه تڼۍ کېنکاږله، نو بیا به ماښام ور ته ټیلفون کوم. د استاد له خوی سره بلد وم، دی سهار وختي پاڅېده، بیا به ناست و، په ټیلفون او کمپیوټر کې به بوخت و. خیر له درېم زنګ سره استاد تڼۍ کېکاږله:

استاده سلام
ـ وعلیکم بچیه!
د روغ رنځور تر پوښتنې وروسته مې ور ته وویل:
ـ لومړی خو بښنه کوه چې دومره وختي مې در ته زنګ وواهه.
ـ بچیه! ته خو زما په خوی بلد یې چې زه سهار وختي پاڅېږم، نو خدای دې وبښه، خبره کوه.

ـ خبره دا ده چې زموږ ټولنه غواړي چې پر یو سیمینار جوړ کړي.
ـ له ما خو دې زړه وایست.
ـ استاده! ولې؟
ـ ما ویل په دا شنه سهار د غم کوم خبر دی.
ـ غم دې لرې اوسي.
ـ تر دې د غم بل کوم خبر دی چې ما خواره کۍ چې نه مې څه څښلي او نه څه خوړلي، عزرائیل ته ور یادوئ.
ـ استاده! ستا پر روغتیا ډاډه یو.

ـ ډاډه خو یې، خو عزرائیل ما ته چینګه خوله ناست دی، نو ولې مې وریادوئ. اخر مې کومه ګناه کړې ده.
ـ ګناه نه، ژبې او قام ته دې لوی خدمت کړی دی.
ـ ښه په همدې ګناه مې رانیسئ.
ـ ههههه، هو.
ـ نو ولې بختانی او رپې ( رفیع) نه رانیسئ.
ـ هغه به هم را ونیسو.
ـ اول هغه راونیسئ چې عزرائیل پرې ستړې شي.
ـ اوس خو پچه ستا ختلې ده.
ـ زه دا وار بختاني ته ورکوم.
ـ هغه پخوا نمانځل شوی دی.
ـ دا ځل یې ښه کنګال کړئ، سړی له خپله خویه نه دی اوښتی.
ـ اوس خو باز ستا په اوږه ناست دی.
ـ بچیه! دومره ګناه مې نه ده کړې، که بختانی پرېږدئ، نو دا باز د زیار پر ولي کېنوئ چې ور ته وګړبېږي.
ـ اوس خو پر تا دعا شوې ده.
ـ بچیه! کاش دا دعا مو پر هغو ګرګو کړی وای، عزرائیل ته مې په لوی لاس په ګوتو ورکوئ نو.
ـ خدای به خیر کړي، موږ به دعا وکړو چې تا موږ ته پرېږدي.
ویې ټوخل:
ـ بچیه! هغه عزرائیل خو د ګل اغا غوندې ټوکې نه کوي، سړی دستي له ځانه سره بیايي. ستاسې زهر پرې نه چلېږي.
ـ موږ ددعا لمنه نیولې او ور ته زارۍ کوو چې تا موږ سره پرېږدي.
ـ کاش ویې مني.
ـ همدا منل دي چې موږ پر تا سیمینار نیسو.
ـ په لوی لاس مې وریادوئ.
ـ زموږ دعاګانې قبلېږي، خدای مهربانه دی.
ـ خو عزرائیل خپله کوي.
ـ ځه! زموږ دعاګانې درپسې دي.
ـ ښه بچیه! اوس ما په کومې ګناه رانیسئ.
ـ پښتو ته دې په خپل لیک نوې ساه ورکړه.
ـ باید ورکړی مې وای. دې کې اوس څه خبره ده.
ـ ستا پر موږ احسانونه دي.
ـ خو زه د پښتو پوروړی یم.
ـ پور دې خلاص کړی دی.
ـ په ژوند کې هم د پښتو او پښتنو پور نشم خلاصولی.
ـ موږ دې همدا سپېڅلی نیت نمانځو.
ـ ښه مسخد ( مقصد) کنګال مې نه کړئ.
خبره مې ور سره را ټوله کړه چې دی به بل هر مصروفیت پرېږدي او غونډې ته به حتمي راځي. استاد دا وخت د پوهنې وزارت مشاور و. خبره یې را سره ومنله.
۱۳
دا کمبخت پرېږدئ چې شعر ووايي
موږ د استاد او دروېش دراني د نمانځلو لپاره لېڅې را بډ وهلې، د سیمینار په چارو بوخت شوو، تر لسو زیات کتابونه مو ددغې ناستې لپاره چاپ کړه. د کارونو په منځۍ کې مې بیا استاد ته زنګ وواهه:
ـ استاده! پوښتنه مې کوله چې چېرته الوتی نه اوسې.
ـ نه بچیه اوس مې تا وزرونه وتړل.
ـ نو یوه خبره بله هم درته کوم چې…
هغه مې بله جمله له خولې نه وتروړله:
ـ لکه چې زما دعا قبوله شوه. ښه دی، تېر شوئ.
ـ تېر نه!
ـ نو بیا؟
ـ تا ته مو یو ملګری پیدا کړ.
ـ هغه هم ما غوندې ګړبیدلی دی، که څنګه؟
ـ لاسونه او سر یې نه ښورېږي، خو د خوږې رنځ یو څه ځپلی دی.
ـ بیا خو هغه رپي ( رفیع) دی.
ـ نه هغه نه دی.
ـ دا نو بیا بله کومه اشا ده؟
ـ د کوټې دی.
ـ کوټه وال ډېر ښه خلک دي، هلته زما ډېر اشنایان دي.
ـ دا دې هم اشنا دی.
ـ چې پښتون وي، زما د سر سترګې دي.
ـ پر هغه هم ډېر ګران یې.
ـ وم به، خو څه په تلوسه کې مې اچوې، سپینه مامدینه وایه!
ـ دروېش درانی در ته ښييم.
ـ وه د خدای ظالمانو، هغه کمبخت پرېږدئ چې یو څو کاله نوره هم شاعري وکړي، ولې یې پر ولي د اعزرائیل لاس ږدئ؟!
ـ غواړو تاسره یې جوړه کړو.
ـ ما سره یې مه جوړه کوئ، هغه پرېږدئ چې شعر ووايي.
ـ همدا شعر یې نمانځو.
ـ لکه چې د خولې خوند یې نور پیکه کوئ.
ـ د خولې خوند به یې لا خوږ او تازه شي.
ـ شاعر که مو ونمانځه، نو ګورئ! هنر به پرېږدي، بیا تل ډډ ګرځي.
ـ په پښتنو او پښتو یې د نمانځنې حق دی او په دې باوري یو چې هغه به خپل ډګر پرېږنږدي.
ـ خدای دې وکړي.

د خبرو په پای کې مې ور ته ورځ وښوده. ټول ترتیبات ونیول شول، لومړی مو دروېش له پېښوره په یوه لوی کاروان کې تر جلال آباد بدرګه کړ، د همدې ورځ په مازیګر ټول په استاد شپون پسې د الفت صاحب تر مزاره لاړو، لوړ مازیګر و چې ددوی د موټرو کاروان را ورسېد، د کاروان ټول ملګري او مخ ته ورغلي کسان د الفت صاحب پر مزار را ټول شول، استاد پټو سترګو ته ونیو او یوه شېبه د استاد الفت د مزار شناختو ته ودرېد، بدن یې رېږدېده، استاد بختاني دستي ددعا یې په لوستلو سره د استاد له مخه پټو لرې کړ، تر دعایې وروسته استاد بختاني پخپلو خوږو خبرو او په دې ترکیب د استاد الفت د شخصیت ستاینه وکړه چې: زما استاد الفت …. بیا یې وویل:

ـ نړۍ به ځانته ډېره غاوره وي چې دوی لویې لویې سټې لري، خو تاسې ته زه یوه خبره کوم چې استاد الفت د خپل مهال ددې ټولو سټو په سر کې دی.

دده تر خبرو وروسته استاد شپون ایله همدومره وویل:
ـ باچا صاحب د نامه په څېر د ګلونو پاچا او د مینې سېمبول و.
بیا یې قبر ته لاس ونیو:
ـ له دغې لویې اروا او له الفته ډک انسان نه موږ څه چې دنیا زده کړه کړې ده. ما ته دده مهربانه قلم او خوږ مجلس تل یادېږي.
له دې ځایه هر سړی خپل موټر ته وخوت، استاد شپون او دروېش ما هغه موټر ته وبلل چې ددې دواړو لپاره په ګلونو پوښل شوی و، استاد را ته وویل:
ـ لعل پاچا! ته وګوره که کومه رکشا وي چې پکې لاړ شوو.
ما ور ته پر ګلونو د پوښل شوي موټر لومړی ور پرانست، ده په څټ راوکتل:
ـ والکه! پام چې مېرمن مې خبره نشي.
ـ خبروم یې.
دروېش صاحب ته یې مخ واړاوه:
ـ ته دا مست ګوره! اوس مې د کور په عزرائیل ساه وباسي.
دواړو وخندل او موټر حرکت وکړ. استاد چې په ښیښه کې موټر ته وکتل، نو دروېش ته یې مخ را واړاوه:
ـ بیا و نه وایې چې په پنځو کې نه حسابېږو. د ځمکې خلکو ته مه ګوره! اوس به د کرزي خوښ شم!
دروېش خندل، ما وپوښت:
ـ استاده هغه څنګه؟
ـ نور څنګه!؟ ته دا شا ته مخلوق ګورئ چې را روان دی.
ـ ټاکنو ته ودرېږې؟
ـ ودرېږم نه، لاړم د کرزي پر تخت کېناستم. سبا یې رخصتوم.
موټر د خندا څپو ونیو، یوه شېبه وروسته یې وویل:
ـ اوس به هغه خپلې نیانځکې ته ووایم چې تا خو ویل: بلا دې په کیسو شه چې هېڅ خریدار نه لري؟
ـ نو ور ته څه به وایې؟
ـ دا حال یې خپله وکوت چې زما کیسې او خبرې دغسې رنګ راوړي.
سترګې یې پورته وغورځولې:
ـ داسې خو نه ده چې شپون یوازې دی.
ـ شپون کله هم یوازې نه وي چې یوازې شو بیا شپون نه دی.
ـ رمه ورسره وي، لکه …
دا وخت یې شا ته وکتل او ګوته یې ونیوه:
ـ دا شا ته را روان
ـ استاده ! ته د لفظونو او کلمو شپون یې.
موسکی شو:

ـ دغه شا ته چې درسره ناست دی، دی بیا د هنر دروېش دی.
ـ چې د لفظونو شپون او د هنر دروېش په یوه ژبه کې وي، هغه قام دې خولۍ اسمان ته وغورځوي.

ـ هلکه! ما خو ګومان کاوه چې تا یوازې میاه علي صاحب یاد کړی دی او هغه ته دې شعر ویلی دی، ته خو ښه یې هغه دی تبصرې هم کوې، شاباس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....