Homeخبرونهد عراق امنیتي ځواکونو په یوه لارۍ کې ۱۵ افغانان ونیول

د عراق امنیتي ځواکونو په یوه لارۍ کې ۱۵ افغانان ونیول

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) د عراق امنیتي ځواکونو یو موټر چې افغان اتباع پکې سپاره وو، د دیاله ولایت د خانقین ښار په شمالي دروازه کې وروسته له دې چې د تلاشۍ له څو پوستو تېر شول، ونیول.

دا خبره یوې امنیتي سرچینې د سې‌شنبې په ورځ عراقي رسنۍ شفق نیوز ته وکړه.

“سرچینې وویل: «امنیتي ځواکونو د موټر چلوونکی او ۱۵ افغان اتباع ونیول.»

چارواکو د دې پېښې د شرایطو د معلومولو او د تلاشۍ له پوستو د موټر د تېښتې د انګېزې د معلومولو لپاره تحقیقات پیل کړي دي.”

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په عراق کې د بهرنیو کارګرانو نظارت سخت شوی دی. د جنورۍ په ۲۱مه، د بصرې ولایت امنیتي ځواکونو ۱۳ بهرني کارګران چې د تېلو له یوې پانګوالې کمپنۍ سره یې کار کاوه، د استوګنې د مقرراتو د نقض له امله ونیول.

یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، چارواکو له ۴۶۰۰ څخه زیات بهرني اتباع د استوګنې د قانون او د کار د قانون د نه‌مراعات له امله نیولي دي. سره له دې چې عراق شاوخوا یو میلیون بهرني کارګران لري، یوازې ۷۱ زره کسان د کار قانوني جواز لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...