Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران افغانستان ته ۳ زره موټر صادوري

ایران افغانستان ته ۳ زره موټر صادوري

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/دلوې ۲۴ مه) د ایران‌خودرو په نوم د ایران د موټر جوړولو شرکت او افغان اتومبیل ترمنځ د لاسلیک شوي قرارداد له مخې، له راتلونکي کال څخه به درې زره ایراني (سمند) موټر افغانستان ته صادر شي.

د دې هوکړې له مخې، د دغو موټرو لویه برخه به د کابل او هرات په ټکسي سیستم کې وکارول شي.

د دې قرارداد ارزښت ۴۲.۵ میلیون ډالره اعلان شوی دی. ایراني رسنیو دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د موټرو د صنعت په برخه کې د سوداګریزو همکاریو د پراخوالي نښه بللې ده.

د افغان اتومبیل شرکت هم ویلي چې غواړي په راتلونکي کې د خپلو اړتیاوو لویه برخه له ایران‌خودرو شرکت څخه پوره کړي.

دا قرارداد په داسې حال کې لاسلیک شوی چې د ګڼو بهرنیو برانډونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د ارزانو موټرو تقاضا زیاته شوې ده.

د بهرنیو موټرو د اخیستلو د توان کمېدو، جغرافیوي نژدېوالي، او د تولید مناسب لګښت ته په کتو، ایراني موټر جوړونکي هیله لري چې د افغانستان په بازار کې به ځان ته د پام وړ ځای ومومي.

خو دا په داسي حال کې ده چې ایراني موټر په خپل هیواد کې ډېر بریالي نه دي ځکه چې بندیزونو د ایران د نورو برخو په شان د موټر جوړونې صنعت هم اغېزمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...