تاند (چهارشنبه، د سلواغې/دلوې ۲۴مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان د سفیر منیر اکرم څرګندونې، چې ګواکي افغانستان د ترهګرو پناهځای ګرځېدلی او داعش پکې جنګیالي جذبوي، “بېاساسه” وبللې.
د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ناامني د پاکستان له خاورې تنظیمېږي.
منیر اکرم د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ادعا وکړه چې افغانستان د داعش د خراسان څانګې د جنګیالیو د جذب مرکز ګرځېدلی. ده همداراز وویل چې القاعده په سوریه او عراق کې ځپل شوې خو په افغانستان کې یې بیا سر راپورته کړی دی. په ملګروملتو کې د پاکستان استازي دا ادعا هم وکړه چې پاکستان له داعش، تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوڅ یاغیانو پر ضد جدي مبارزه کړې ده.
د اکرم د څرګندونو په غبرګون کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ: «موږ نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو پناهځایونه تر ډېره له منځه وړل شوي او د افغانستان له خاورې هېڅ امنیتي ګواښ نه پېښېږي.»
د امنیت شورا غړو دوشنبې په ورځ نړیوال امنیت ته د داعش د ګواښ په اړه غونډه وکړه.
په دې ناسته کې څو هېوادونو په افغانستان او پاکستان کې د داعش خراسان ډلې پر خطر ټینګار وکړ.
د امریکا استازې وویل چې داعش، په ځانګړې توګه د خراسان داعش د منځنۍ آسیا او نړیوال امنیت لپاره په جدي خطر بدل شوی دی.
هغې زیاته کړه: «موږ د داعش د ترهګریزو بریدونو د پلان، اجرا او د جنګیالیو د دوامداره جذب، په تېره بیا په افغانستان او پاکستان کې، اندېښمن یوو.»
که څه هم د طالبانو له واک ته رسیدو سره په افغانستان کې جګړې پای ته رسیدلي خو د داعش انتحاري او بمي بمونه لا هم دوام لري. پرون (سې شنبه) په کندوز کې په یوه ځانمرګي برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې پاکستان تورن کړ چې د خپلو داخلي ستونزو د پټولو لپاره غواړي د افغانستان نوم بد او بېثباته معرفي کړي. دغه وزارت ټینګار وکړ چې دا ډول هڅې به د افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ مخه ونهنیسي.
منیر اکرم په خپلو خبرو کې وویل چې ترهګریز بریدونه له افغانستانه تر افریقا زیات شوي دي.
دغه پاکستاني ډیپلومات وړاندیز وکړ چې نړیواله ټولنه باید د داعش پر ضد ګډ اقدامات وکړي او د ترهګرۍ د اصلي عواملو، لکه فقر، پر ضد مبارزه وکړي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې دا مهال له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري، او افغانستان د دغو ډلو د تمویل او روزنې لپاره یوه خوندي پناهځای ګرځېدلی دی.