یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهتر ۱۰۰ ډېرو سازمانونو له کانګریس څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو...

تر ۱۰۰ ډېرو سازمانونو له کانګریس څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په اړه د ټرمپ فرمان رد کړي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۴ مه) د امریکا له ۱۲۳ ملي، ایالتي او سیمه‌ییزو سازمانونو جوړ یوه ائتلاف له کانګریس څخه غوښتنه کړې چې د ولسمشر ټرمپ “د USRAP بیا تنظیم” اجرايي فرمان لغوه کړي.

 دې فرمان د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) ځنډولی او میلیونونو اړو کسانو ته بشري مرستې کنګل کړې دي.

د فیمینسټ ماجورېټي فاونډېشن، چې له لاسلیک کوونکو سازمانونو څخه ده، د USRAP د بیا فعالېدو او بشري د مرستو د بېرته پیلېدو لپاره هڅې کوي، څو زیان‌منونکو ټولنو ته ملاتړ برابر شي.

په یوه ګډ لیک کې، چې د کډوالو د بیا مېشتېدو ادارې، دیني ډلې، او د بشري حقونو سازمانونه هم پکې شامل دي، خبرداری ورکړل شوی چې د کډوالو د مېشتېدو ځنډېدل نړیوال امنیت ته زیان رسوي، د خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي، او د امریکا د «ترحم او مېلمه پالنې ارزښتونه» کمزوري کوي.

په لیک کې راغلي: «د کډوالو منع کول نه یوازې امریکا ته زیان لري، بلکې د امریکایي ارزښتونو خلاف هم دي.»

لیک د دې اجرايي فرمان ویجاړوونکي اغېز ته اشاره کوي او د هغو افغان ماشومانو قضیې یادوي چې له خپلو کورنیو بېل شوي او هغه مشران کډوال چې په ناامنو شرایطو کې بند پاتې دي.

د افغان ماشومانو کورنۍ او سلګونه نور هغه کسان، چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې، د سفر لپاره چمتو وو، خو د دې فرمان له امله ناڅاپي محدودیتونه ورباندې ولګېدل. دا کورنۍ، چې له دریو کلونو راهیسې د یوځای کېدو په تمه وې، اوس له لا ډېرو ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

ډېر افغان وګړي، په ځانګړې توګه ښځې، چې له دریو کلونو راهیسې په پاکستان کې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام ته انتظار باسي، اوس بېرته افغانستان ته ایستل کېږي، چې هلته د طالبانو له خوا د تعقیب او ځورونې جدي خطر ممکن مخامخ شي. هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې بند پاتې دي، مالي سرچینې او قانوني اسناد یې مخ پر خلاصېدو دي، چې له امله یې د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو او ځورول کېدو په خطر کې دي.

دغه سازمانونه له کانګرېس څخه غواړي چې ژر تر ژره اقدام وکړي، د اجرايي فرمانونو مخه ونیسي، او «ټولې بهرني مرستې بېرته پیل کړي، په داسې حال کې چې د ۹۰ ورځو ارزونه روانه ده.»

په لیک کې غوښتنه شوې چې «د بهرنیو چارو وزارت هغه امرونه لغوه کړي چې له مخې یې د لسو ملي کډوالو د بیا مېشتېدو ادارو ته کار بند شوی، ځانګړې زیانمنې شوې ډلې بیا مېشتې کړي، او د کډوالو د پروسس او منلو چټکتیا ته ژر تر ژره زمینه برابره کړي.»

سازمانونه ټینګار کوي چې د کډوالو بیا مېشتېدا ټولنې او اقتصاد پیاوړي کوي، ځکه نوي راتلونکي وګړي د کار ځواک ته مهمې مرستې کوي.

لیک د USRAP د ارزونې پر شفافیت ټینګار کوي او له قانون جوړوونکو غواړي چې د بشري خوندیتوب ژمنه وساتي.

دغه ائتلاف باور لري چې د بشري مرستو ځنډېدل نه یوازې زیانمن کډوال متأثر کوي، بلکې د امریکا دیپلوماسۍ او امنیتي ګټو ته هم صدمه رسوي او هغه مهم متحدان کمزوري کوي چې د کډوالو لوی شمېر ته پناه ورکوي.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس یوشمېر غړیو هم له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي و چې افغانان مستثنا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....