تاند (چهارشنبه، د سلواغې/دلوې ۲۳ مه) د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، د ایلن مسک په مشرۍ د پانګهوالو یوې ډلې د “اوپناېآی” د پیرلو لپاره ۹۷.۴ میلیارد ډالره وړاندیز کړي، خو د یادې کمپنۍ د مشرتابه پلاوي دا وړاندیز رد کړی دی.
دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې د “اوپناېآی” اجرايي رئیس سام آلټمن هڅه کوي نوي پانګوال جذب کړي او دا سټارټاپ یوې انتفاعي کمپنۍ ته واړوي.
د دې وړاندیز مطرح کېدا ښيي چې مسک، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نژدې کسانو څخه ګڼل کېږي، لا هم د “چټ جيپيټي” له بنسټايښودونکي سره خپل اختلاف نهدی پای ته رسولی.
سام آلټمن د دوشنبې په ورځ د ایلن مسک د وړاندیز په غبرګون کې، د “ایکس” (پخوانی ټویټر) په پلتفارم کې، چې مسک په ۴۴ میلیارد ډالرو پیرلی و، ولیکل: “«نه، مننه، خو که وغواړې، موږ درنه ټویټر په ۹.۷۴ میلیارد ډالرو اخلو.»
no thank you but we will buy twitter for $9.74 billion if you want
— Sam Altman (@sama) February 10, 2025
مسک په ځواب کې آلټمن ته “درغل” وویل.
ایلن مسک، چې د “اوپناېآی” له بنسټايښودونکو څخه دی، په وروستیو کلونو کې څو ځله د دې شرکت پر مسیر نیوکه کړې او باور لري چې آلټمن د شرکت اصلي مأموریت، چې د مصنوعي ځیرکتیا مسؤلانه پراختیا ته ژمن و، بدل کړی دی. مسک، چې پخپله هم د مصنوعي ذهانت په پراختیا کې سیالي کوي، په ۲۰۲۳ کال کې د “ایکساېآی” سټارټاپ جوړ کړ څو په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
“اوپناېآی” دا مهال هڅه کوي چې له یوې غیرانتفاعي ادارې څخه یوه انتفاعي کمپنۍ ته واوړي؛ هغه اقدام چې د دې شرکت د مشرانو په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللو ماډلونو د پراختیا لپاره د اړینې پانګونې جذبولو لپاره مهم دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې د ارزونې له مخې، د دې شرکت ارزښت شاوخوا ۱۵۷ میلیارد ډالره و، په دې حساب دا د نړۍ تر ټولو ارزښتناک خصوصي سټارټاپ دی.
له دې وروسته چې ډونالډ ټرمپ بېرته واک ته ورسېد، ایلن مسک د “اوپناېآی” پر ۵۰۰ میلیارد ډالري سترې پروژې، چې “د ستوریو دروازه” نومېږي، نیوکه وکړه. دغه پروژه د سپینې ماڼۍ له پراخو تبلیغاتو سره معرفي شوې، خو مسک ادعا کوي چې پانګهوال یې د دې طرحې د پلي کولو لپاره کافي مالي سرچینې نهلري.
مسک وویل: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې اوپناېآی بېرته هماغه شرکت ته واوړي چې د امنیت پر مسئلو یې تمرکز درلود.”» او زیاته یې کړه: «موږ به دا کار وکړو.»
راشی مونږه مسلمانانو ته وګوری. 52 هیوادو ته مو ماته ورکړی خو اوس چی د امریکی کمکونه بند شول صرف په غزنی کی 39 کلینکونه بند شوی چی د د سلګونو میندو او ماشومانو ژوند یی د مرګ له خطر سره مخ کړی ـ مونږه د نړی تر ټولو جاهله، غریب، متکبره، سپک او بد اخلاقه خلک نیاستو؟ په هیڅ هیواد کی حیثیت نلرو یو وار خارج سفر وکړی په خپل مذهب او افغانیت به پښیمانه شی چی کاش مسلمان نوی بالخصوص چی څوک در څخه پوښتنه وکړی چی آبا په ریښتیا تاسو افغانانو خپل هیواد کی مکاتبو او پوهنتون ته اجازه نه ورکوی ـ