بې لقبه رهبر کتاب روبین شرما لیکلی، میر احمد یاد پښتو ته راژباړلی دی، یاد کتاب آته څپرکي لري،
د ژوند، بریا، ګټې وټې، مدیریت، رهبري کولو او د ژوند د نورو اړخونه په اړه پکې اغېزناک مطالب لیکل شوي غورچاڼ یې زه رحمت ګل عمری په څلور برخو کې ستاسې لپاره خپروم هیله ده ترې ګټه واخلئ.
څلورمه برخه:
د بریالیتوب په فورمول کې یو مهم عنصر پدې پوهېدل دي چې خلکو سره څه ډول چلند وشي. روزویلټ
په بې لقبه رهبرۍ کې ټولو تمرکز پر دې وي چې د یوه بدلون لامل شي او چارې ښې کړي.
د بریالیتوب تعریف دا دی چې انسان خپل ټول ځواک په ټوله ښه طریقه وکاروي.
کارو بار هغه جوړښت دی چې ځینې انسان سره په ځینو ښایسته هیلو او آرمانونو راټولوي او هغوي هڅوي چې خپلې ټولې وړتیاوې وښيي.
دا یاد ساته چې لومړی قدم هر وخت بې لقبه رهبر پورته کوي.
نو پدې تمه مه کښینه چې ستا له اقدام مخکې به نور خلک تاته ځان درسوي، ته باید مخکې شې.
هغه بدلون شه چې پخپله یې لیدل غواړې.
زه درته دا ویل غواړم چې ښه کارو بار پر خلکو تمرکز کول دي، پرهغوی بارو کول دي، له هغوی سره اړیکې جوړول او ساتل دي، د هغوی خدمت کول او لمانځل دي.
څومره چې اړبکې ژورې وي همغمره به رهبري قوي وي.
داسې ژوند کوه چې د اخلاقو او ښه والي ترمنځ پکې توازون مراعات وي.
د لوی رهبر کېدو لپاره باید لومړی ستر انسان شې.
ژوند د سترګو رپ دی او له ګوتو داسې وځي لکه ماهی چې وځي.
زمونږ په نړۍ کې موږ بریالیتوب په دې اندازه کوو چې څه لرو ، نه په دې چې څه رانه جوړېدای شي.
زه دا نه غواړم چې زما مال او شتمني دې ما تعریف کړي.
نو پر خپل ځان کار کول لومړی کار دی .
فردي رهبري دا ده چې ته باید پیل له د نننه ( ځانه ) وکړې.
د کارو بار تر ټولو مهم هدف ښایسته ډېره ګټه کول دي.
غربت یوازې د پیسو کمي نده بلکي د هر څه کمي ده .
زیاتره ژوندونونه چې ناکام شوي، له بدمرغه لامل یې دا حقیقت دی چې خلک له خپل پخواني ښایت سره بې اړیکې شوي دي.
څومره چې ته فردي وده کوې هومره به له خپلې پخوانۍ بڼې راشکېږې، خو دغه ګډوډيدل او ورانی په اصل کې ښه دی.
د ګټورشي د راتللو لپاره چې ځای خالي کوې، نو هغه شیان باید لومړی له منځه یوسې چې په درد دې نه خوري.
کوچني ورځني بدلونونه د وخت په تېریدو لویې پایلې راوړي.
مونږ نړۍ هسې نه ګورو لکه څرنګه چې ده بلکي داسې یې ګورو چې څنګه مونږ یو .
ستا ورځني فکرونه نور څه نه دي، بلکي یوازې ستا د باورونو د هغه سیستم انعکاس دی چې کورنۍ ، خپلوانو، ښوونکو او نورو هغو خلکو درکړي چې پرتا یې اغېز درلود او ستا لیدلوری یې ساز کړی دی.
ستا فکر ستا د عمل انګیزه ده .
څومره چې ښه پوهېږې دومره به ښه کار کولای شې.
ګټونکي هغه دي چې له ګټې مخکې ګټونکي وي.
خپل ماغزه آزاد کړه بیا وګوره چې څومره په زړه پورې کارونه ترسره کوې.
که چېرې ستا د کار کیفیت د نړۍ له کچې ښکته وو، نو پوه شه چې علت یې د اوو اصلو نه عملي کول دي.
لومړی : زده کړې. داسې کتابونه ولوله چې تر تا اغېز کوي او کرکټر دې ځواکمنوي.
دویم: تکرار. څه چې غواړې د هغې په اړه له ځان سره مثبتې خبرې تکرار کړه .
دریم: تصور. ذهن په تصویرونو کار کوي.
څلورم: یادښتونه: د ښه مفکر کېدو ، ځان پېژندنې لپاره یوه ښه لاره هره ورځ د یادښتونو لیکل دي.
پنځم: هدف ټاکل. هره ورځ په منظم ډول کناستل او ځان له خپلو موخو سره وصلول د بریالیتوب یو قوی نظم دی .
شپږم: ورزش. هره ورځ یو فزیکي کار کول ستاسې ماغزه تیزوي.
اوم: تغذیه. خواړه دې دا ټاکي چې عمل به څنګه کوې.
یوازې خپه خلک نور خلک خپه کوي.
شکر او اندیښنه دواړه یو ځای نشي سره اوسېدلی.
خوښ خلک، خوښ رهبران جوړوي او خوښ رهبران نه یوازې ښه کار کوي، بلکي ګردچاپیره خوښي هم خپروي.
روغتیا یو هغه شی چې تر څو مو بایللی نوي، په قدر یې نه پوهيږو.
کله چې ځوانان یو، نو روغتیا تر شتمنۍ ځاروو خو کله چې زاړه او هوښیار شوو بیا وایو چې ټوله شتمني له یوې ورځې روغتیا ځار.
د انسان تر ټولو ستر میراث دا دی چې هدفمن ژوند یې کړی وي.
پای