یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهغضنفر د چمپینز ټرافۍ له سیالیو بهر شو

غضنفر د چمپینز ټرافۍ له سیالیو بهر شو

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۴مه】د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې نوموړی د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو پر مهال د ملا د L4 مهرې چپ اړخ کسر کړی، چې د پوره درملنې سربېره لا هم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی.

سرچینه زیاتوي، چې له امله به یې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم نوموړی لږ تر لږه څلور میاشتې له هر ډول سیالیو لېرې پاتې شي او په همدې موده کې به تر درملنې لاندې وي.

کرکټ بورډ وایي، د نوموړي پر ځای ننګیال خروټی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.

سرچینه دغه راز وایي، چې د ملي لوبډلې بل تکړه ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن هم تر اوسه په یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون جوګه نه دی او د ډاکټر له سپارښتنې سره سم به د یوې مودې لپاره له یو ورځنیو سیالیو لېرې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...