شننه: محمدالله شېرزی
د اتلانو جام ژر پيلیدونکی دی، خو د افغان کريکټ ملي لوبډلې بې خونده او بې نظمه تیاری د اندېښنې وړ دی. د دې سترو سياليو دپاره چې د نړۍ کريکټ شنونکي افغان لوبډله په څلور غوره کې حسابوي؛ ډېر تیاری کول په کار وو، خو له کله چې د لوبډله د زمبابوې راستنه شوه، يوځای سره و نه ليدل شول او لوبغاړو خپله زورواکي او د پيسو لالچ ښکاره کړ، چې تر یکشنبې ورځې پورې په سويلي افريقا، بنګله دېش او نړیوال ليګ کې نامتو لوبغاړي ولوبيدل، يواځې پنځه لوبغاړي(حشمت، رحمت شاه، نويد ځدراڼ، بلال سمېع او ننګيال خروټی) د څو روزونکو سره اماراتو ته لاړل، چې تمریناتي کمپ يې يادوي.
همدې پنځو لوبغاړو د اتلانو جام چمتوالي او ګډون اشتهارات هم رنګين کړل او د غور جام ترڅنګ يې په اسونو کېنول او د اتلولی راوړلو دعوه يې پرې وکړه.
کريکټ بورډ د دوی د تګ او تمریني لوبو په اړه چوپ دی او رسنیزه برخه يې څه نه وايي، خو شخصي مالومات خپاره شول، چې بيګا شپه لوبډله پاکستان ته روانه شوې، خو دا مالومات هم نشته، چې یوځایي تللي او که بېل بېل؟
د آسيا جام په څېر بيا هم زموږ لوبډله د کوربه له لورې د هرکلي مراسمو نېولو بې برخې ښکاري ولې سيال نه يو؟
داسې مالومات دي، چې افغان لوبډله به د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه لاهور کې د پاکستان شاهين لوبډلې سره او ۱۶مه نېټه باندې کراچۍ کې نیوزیلنډ سره تمریني لوبې ولري، خو رسمي ادرسونو نه دي تاييد کړي.
ټولو ګډونوالو لوبډلو د بنګله دېش پرته سريزونه وکړل او لوبډلې يې تيارې کړې، خو زموږ بې خونده او بې نظمه مدیریت سترې هيلې مړاوې کړيدي، چېرته چې غوره فرصت څخه مو ګټه اخیستې وی او ويره داده، چې د آسيا جام غوندې لوبې راڅخه و نه شي، ځکه زياتره لوبغاړي اوټ فوم کې ښکاري او تیارول غواړي.
تازه په تازه بورډ د غضنفر زخمي کيدل تائيد او له ټرافۍ بهر اعلان کړ، چې د توپ اچونې اټېک برخه کې به ډېره ستونزه وي.
هيله ده، لوبډله د روزونکي ډلګۍ او منيټور يونس خان تجربو څخه دې کمو ورځو کې ډېره استفاده وکړي او ځانونه د ګروپ پياوړو کې راولي.