څه موده مخکي یوه ځوان راته لیکلي وه چي ما تاته ډېر درناوی درلود مګر له هغه وخته چي تا موسیقي حلاله بللې ده نو ستا په باره کي مي عقیدې تغییر وکړ؛ ځکه چي موسیقي خو په اسلام کي ناروا او حرامه ده. دې ځوان د دې اعتراض د کولو حق ځکه درلود چي ملایانو په سلهاوو کلونه د موسیقی پر ضد تبلیغ ورته کړی او هغه یې حرامه بللې ده. د مثال په توګه یوه مولوي د مفتي په حیث کلونه مخکي لیکلي وه چي موسیقي نه یوازي حرامه ده بلکه د ټولو لویو ګناهونو مور ده. له یوه بل مولوي څخه مي چي پر منبر یې وعظ کاوه واورېدل چي حضرت رسول اکرم ویلي دي چي زه د موسیقۍ د آلاتو د ماتولو لپاره مامور سوی یا مبعوث سوی یم. د دې حدیث معنی، چي ما د احادیثو په شپږومعتبرو کتابونو کي نه دی لیدلی، دا کېدلای سي چي ګواکي د حضرت رسول اکرم اصلی ماموریت یا په بل عبارت د پیغمبرکېدلو اصلي هدف د موسیقی د آلاتو ماتول وه. ما د ابن اسحق سیرت رسول الله لوستی دی او دا د حضرت رسول اکرم ص د ژوند او پیښو تر ټولو پخوانی او معتبر تاریخ ګڼل کیږي. په هغه کتاب کي دې خبري ته هیح اشاره نه ده سوې چي حضرت رسول اکرم ص دي یو وخت د موسیقی کومه آله ماته کړې وي. نه یوازي په دغه تر ټولو پخواني او معتبر تاریخ کي بلکه نه په تاریخ مسعودي، نه په تاریخ طبري، نه په تاریخ ابن خلدون او په هیڅ معتبر تاریخ کي د داسي پیښي یادونه نه ده سوې. که خبره داسي وي نو دا روایت له کومه ځایه راغلی دی. که حضرت رسول اکرم ص په خپل ټول ژوند کي د موسیقی یوه آله ماته کړې وای نو حتماً به یې تواریخو ذکر کړی وای.
په داسي حال کي چي داسي حرام نسته چي په قرآن شریف کي یې ذکر نه وي سوی. غلا، زنا، قتل، شراب، قمار، دروغ ویل، منافقت کول ، ریا، سودی خوري او حتی غیبت کول ټول افعال د ګناهونو په حیث یاد سوي دي نو موسیقي چي ځیني ملایان یې د ټولو ګناهونو مور بولي ولي په قرآن شریف کي یو ځل هم نه ده ذکر سوې. نو ملایان د خپلي مدعا د اثبات لپاره څه دلیل لري؟ دوی ټول د رایو په اتفاق او په یوه خوله د قرآن شریف د سورة لقمان شپږم آیة راوړي او وايي چي په هغه آیة کي موسیقي ناروا او حرامه بلله سوې ده. « و من الناس من یشتری لهوالحدیث لِیُضلّ عن سبیل الله بغیر علم و یتخذهُزواً اولاءِکَ لهم عذابٌ مُهین. د هغه مبارک آیة ترجمه داسي ده: « او ځیني خلک چي عبثي خبري په بیه اخلي او غواړي بې له علمه د الله له لاري نور کسان ګمراه کړي او د ټوکو مسخرو لاره ونیسي دې کسانو ته سپکوونکی عذاب ګوري» ملایان صاحبان وايی له لهوالحدیث څخه مطلب موسیقي ده؛ او په دې برخه کي د ټولو ملایانو صاحبانو او مفتیانو استناد د ابن کثیر ( ۷۰۱ هـ ق ۷۷۴ هـ ق) په تفسیر دی. په داسي حال کي چي لهوالحدیث چټي او عبث خبرو ته ویل کیږي او د موسیقی سره هیڅ ربط نه لري. که د الله متعال مطلب موسیقي او د هغې حرامول وای نو په عربي کي خو د موسیقي لپاره غِنا او پخپله موسیقي، آلاةالموسیقیه، موسیقار دا ټول عربي کلمات موجود دۍ مګر په قرآن شریف کي یې هیڅ یادونه نه ده سوې.
له تفسیر ابن کثیر څخه تر تفسیرکابلي، تفسیریوسف علي او د سعودي عربستان تر تفسیر پوري د دې آیة په شان نزول کي دا یوه مشترکه کیسه، چي د ټولو د الهام منبع همدغه د ابن کثیر تفسیر دی، راوړل سوې ده. تفسیرکابلي لیکي : « په روایتونو کي راغلي دي چي نضر بن حارث به چي د کفارو له مشرانو څخه وو نو چي کله به پارس ته د تجارت لپاره ولاړ او له هغه ځایه به یې عربو ته د عجمو د پاچاهانو کیسې راوړي وې او خلکو ته به یې ویل چي محمد تاسي ته د عاد او ثمود کیسې کوي راسی چي زه د رستم او اسفند یار کیسې درته وکړم او خلک به یې پر ځان را غونډ کړي ول.
ځینو کسانو دا کیسې په ډېره دلچسپي اورېدلې او له هري خوا به یې توجه اوښتې وه. نضر بن حارث یوه سندرغاړې وینځه هم پېرودلې وه او کله چي به یې ولیدل د یوه سړي زړه نرم او اسلام ته متمایل سوی دی نو هغه سړی به یې د هغي سندرغاړي کورته ولېږه او هغې ته به یې ویلي وه چي دغه سړي ته ښه ډوډۍ او د چښلو شیان ورکوه او ښې بدلي ورته اوروه. بیا به یې دغه سړي ته ویل چي ګوره دغه مېلې او چړچې ترهغه ډیری بهتره دي چي محمدتاسي هغه لوري ته بولي چي لمونځ کوه، روژه نیسه، ځان دي په شهادت ورسوه. نو دا آیة په دغه مناسبت نازل سوی دی» تفسیر کابلي په دغه ارتباط زیاتوي:
تنبیه: « که څه هم چي یو ایة به د یوې خاصي پیښي په اړه نازل سوی وي؛ مګر چي الفاظ یې عام دي نو حکم یې عام دی. هغه لهو چي د هغه په اساس سړی د اسلام له دین څخه ګرځي حرامه بلکه کفر دی. او هغه شیان چي سړی د اسلام د ضروري شرعي احکامو له اجراء کولو څخه را ګرځوي او یا د ګناه سبب وګرځي هغه پخپله ګناه ده. بلی! هغه لهو چي د کوم واجب امر د قضا کېدلو سبب ونه ګرځي او یا په هغه کي کوم غرض او شرعي مصلحت موجود نه وي هغه مباح دی؛ مګر څرنګه چي چټي او بیهوده دی نو له هغه څخه لیري والی ښه دی»
د دې تنبیه مطلب څشي دی؟ له یوې خوا همدغه مفسر، د تفسیر ابن کثیر په حواله یا په تعقیب، وايي چي موسیقی حرامه ده. ابن کثیر په قرآن شریف کي د موسیقی کلمه نه ده لیدلې بلکه لهوالحدیث یې په موسیقی افاده کړی او یا یې، پخپله خوښه، د موسیقی مفهوم ورڅخه اخیستی دی. تفسیرکابلي هم د ابن کثیر خبره تأییدوي خو وروسته همدغه لهو په هغه صورت کي چي د شرعي احکامو د عملي کېدلو مخه ونه نیسي روا او مباح بولي! زه هم دا وایم چي که چا موسیقی ته غوږ نیولی وي او د مازیګر او ماښام لمونځونه ورته قضا کړي نو د لمانځه قضا کول خو پخپله لویه ګناه ده. دا که د موسیقی د اورېدلو، که د سطرنج د لوبي کولو یا د مجلس کولو له امله قضا کیږي ټول ناروا دي. خو د دې معنا دا نه سوه چي موسیقي ناروا ده بلکه د موسیقی اورېدلو له امله د لمانځه قضا کېدل لویه ګناه ده او که یې موسیقی سبب سوې وي نو بیا دغه ډول موسیقی اورېدل هم ښه نه دي.
دلته باید دا خبره زیاته کړم چي موږ ځکه مسلمانان بلل کیږو چي پر قرآن شریف باندي مو ایمان راوړی دی. هغه زموږ مقدس کتاب دی. څوک چي د هغه په ترجمه کي لاس وهنه کوي او یا یې کوم توری له خپله ځانه تعبیروي او ترجمه کوي هغه د داسی لويی ګناه مرتکب کیږي چي درجه یې د کفر سره معادله ده. تاسي وګوری! په تفسیر کابلي کي وايی چي په روایاتو کي راغلي دي. د قران شریف ترجمه د خلکو یا نورو کتابونو په روایتونو کیږي؟
زه دلته د لوستونکو توجه باید یوه حقیقت ته واړوم او هغه دا چي ابن کثیر لومړنی مفسر دی چي د پورتني آیة دغه وروستنی شان نزول یې د استشهاد په توګه راوړی دی. په داسي حال کي چي حضرت رسول اکرم ص د هجرت په لسم یا یوولسم کال وفات سوی دی. خو ابن کثیر د هغه مبارک له وفات څخه زیات و کم ۷۵۰ کاله وروسته خپل تفسیر لیکلی او پر هیڅ لیکلي مآخذ یې نه حواله ورکړې او نه په دغه برخه کي کوم لیکلی سند موجود وو نو لومړی سوال خو دا دی چي ابن کثیر ته چا دا کیسه وکړه؟ او بله خبره د ا ده چي ابن کثیر ته چا وویل چي دا مبارک آیة د همدغی کیسې په ارتباط نازل سوی دی؟ آیا د یوې پیښي په باره کي یو نکل، چي څه باندي ۷۰۰ کاله ورباندي اوښتي او هیڅ لیکلی سند او شاهد وجود ونه لري، د اعتبار وړ دی؟ ایا له ابن کثیر څخه مخکي بل هیڅ مفسر په دې کیسه خبر نه وو چي یو څه یې ورباندي لیکلي او د ابن کثیر خبري ته یې یو څه قوت ورکړی وای؟
د نضربن حارث نکل، چي ابن کثیر یې د خپل حکم د شان نزول په حیث راوړي، له ده څخه مخکۍ، هیڅ بل مفسر نه دی راوړی. که یې چیري دا نکل یا شان نزول راوړی وي نو هم باید ووایو چي لومړنی تفسیر ابوبکر عبدالرزاق بن همام الصنعاني ( ۱۲۶هـ ق ۲۱۱ هـ ق) په دریو ټوکو کي ترتیب کړی دی. موږ ګورو چي مفسرعبدالرزاق هم د حضرت رسول اکرم له وفات څخه لږترلږه ۱۵۰ کاله وروسته خپل تفسیر لیکلی دی. په پورتني تفسیر کي د ابن کثیر د شان نزول نکل نه دی راغلی او که حتی راغلی هم وای نو بیا یې هم د حضرت رسول اکرم ص له زمانې سره دونه فاصله وه چي نه صحابه، نه تابعین او نه به حتی تبع تابعین هم ژوندي پاته وه، چي ده یې په خبرو او قول استناد کړی وای.
له عبدالرزاق څخه وروسته، بل ډېر مهم تفسیر د محمدبن جریر الطبري (وفات ۳۱۰ هـ ق) دی چي د « جامع البیان عن تأویل القرآن » په نوم یې په ۳۰ جلده کي لیکلی دی او د ابن کثیر د قول په برخه کي څه نه وايي. ګواکي دغه مهم او جامع تفسیر هم د حضر ت رسول اکرم ص له وفات څخه لږترلږه ۲۵۰ کاله وروسته لیکل سوی دی.
د یوې شېبې لپاره به یې داسي فرض کړو چي د ابن کثیر له قوله روایت سوی نکل، له ټولو تاریخی ستونزو سره بیا هم ریشتیا دی. خو د ذکر سوي آیة دغه شان نزول بیا هم زموږ سوال نه حلوي. ځکه چي لومړی خو په آیة مبارک کي د موسیقی ذکر نه دی سوی او که د نضر بن حارث په کیسه کي د موسیقی مسله شامله سوی ده نو هغه خو د یوې ښایستې سندری غاړي سره تړلې ده. که چیری ښکلې سندر غاړې نه وي نو بیا خو موسیقي ته ناروا نه سی ویل کېدلای. او خبره د موسیقی له تحریم سره هیڅ اړه نه لري. په قرآن شریف کي بل هیڅ داسي آیة نسته چي ملایان دي د هغه په اساس د موسیقی حراموالي ته اشاره وکړي او یا دي په هغه استناد وکړي.
له بلي خوا په اسلام کي د اموي او عباسي خلفاو څخه نیولې بیا تر غزنویانو او نورو اسلامي پاچاهانو په دربارونوکي هره شپه نه یوازي موسیقي او ساز و سروز روان وو بلکه شرابونه پکښي چښل کېدل او ښایستو نجونو به هم موسیقي ږغول او هم به یې نڅاوي پکښي کولې. تاریخ مسعودی، تاریخ تمدن اسلام تاریخ بیهقي او نور معتبر تاریخونه چي زیاتره د همدغو پاچاهانو په دربارونو او یا د هغوی په زمانه کي لیکل سوي دي د دې ټولو کیسو شاهدي ورکوي. په هغه زمانه کي کوم عالم یا لوی ملا موجود نه وو چي خلیفه او نور عیاش او فاسد سلطانان یې له دغي ستري ګناه څخه منع کړي وای؟ دا مو هم په یاد وي چي د هارون الرشید د خلافت په زمانه کي امام یوسف، چي د ابوحنیفه مذهب یې تر موږ پوري را رسولی دی، قاضي وو خو د هغه له قوله هیڅ نه دي ویل سوي. آیا امام یوسف د موسیقی په باره کي د حراموالي په حکم خبر نه وو او که یې د خلیفه له ویري څه ویلای نه سوای؟ د شیخ نظام الدین اولیاء او شیخ ابوسعید ابوالخیر په څېر لویو صوفیانو او مرشدینو، چي هر یوه په زرهاوو مریدان درلودل د ذکر په وخت کي موسیقي اورېده. په اسرارالتوحید فی مقامات شیخ ابوسیعد کي راغلي دي چي یوه ورځ شیخ ابوسعید له خپلو مریدانو سره موسیقي اورېده او ټول موسیقي ته نڅېدل. په دې وخت کي آذان وسو او یوه مېلمه شیخ ږغ کړه چي لمونځ! لمونځ! شیخ ابوسعید د نڅا او مستۍ په حال کي ورته وویل چي موږ پرلمانځه یو. مېلمه شیخ جومات ته ولاړ او چی له جمات څخه بیرته راستون سو ویې لیدل چي شیخ ابوسعید او مریدان یې لا هم په نڅا لګیا دي. اسرارالتوحید ص ۲۲۶
د چشتیې طریقې پیروان تر اوسه پوري موسیقي اوري او موسیقی ته ذکر کوي. آیا دا دونه شیخان د موسیقی په برخه کي د قرآن شریف په حکم خبر نه ول او که یې په لوی لاس سرکښي کول؟
مولناجلال الدین بلخی یا مولانای روم به، چي زموږ ملایان یې کتاب مثنوي شریف بولي، په هفته کي یو یا دوه ځله د خپل مرید او خلیفه صلاح الدین زرکوب په کورکي موسیقي اورېده او نور مریدان به یې هم پر راټول وه. د زرکوب بیچاره په کور کي یې دونه موسیقی وږغوله او دونه مستۍ یې پکښي وکړې چي بالآخره زرکوب خپل باغ او دوکان خرڅ کړ او دونه غریب سو چي یوازي یو زوړ کور او یوه جوړه کالي ورته پاته سوه. تر دې خو لا دا عجایبه وه چي کله صلاح الدین زرکوب وفات سو نو د هغه له وصیت سره سم یې جنازه په ډول او سرنا تر ګوره پوري یوړه. په جنازه کي سرنا روانه وه او مولنا یې په مخ کي نڅا کوله او په دغه توګه یې د خپل مرید او خلیفه مړی تر قبر پوري ورساوه. آیا مولنا، له خپل ټول علمیت سره، د موسیقۍ په برخه کي د قرآن شریف په حکم خبر نه وو او که یې قصداً ګناه کولو ته ملا تړلې وه؟
یو بل آیة چي مُلایان، د موسیقی د تحریم په برخه کي استناد ورباندي کوي، هغه د سورة بنی اسراییل ۶۴ آیة دی. وَاِستفزِز منِ استطعت منهم بصوتک و اجلب علیم بِخَیلِکَ و رَجِلِک الآیة
ترجمه: او په خپل آواز سره هغه کسان چي ستا اطاعت کوي را وپاروه او پر هغوی باندي خپل سپاره او پیاده لښکر وروله . . . .
حسین واعظ کاشفي ( وفات ۹۱۰ هـ ق) په خپل تفسیرحسیني کي، چي د مواهب علِّیه په نوم یې ترتیب کړی دی د شیطان اواز یا صوت یعني فساد ته بلل او ویل کیږي!! چي د شیطان صوت موسیقي او مزامیر ته وايي. ( متوجه یاست؟ واعظ کاشفي، د یوه مفسر په حیث، صوت، د نورو کسانو له قوله، د شیطان په آواز ترجمه کوي) آیا دا روا ده چي د قرآن شریف کلمات د نورو له قوله ترجمه سي؟
حسین واعظ کاشفی وروسته د امام زاهدي، چي هغه له ابن عباس څخه نقل قول کوي، وايي هر آواز چي د خدای د رضا له حاصلولو پرته د بل مقصد لپاره تر خولې وزي هغه د شیطان اواز دی.
تفسیرکابلي، چي مولنا محمودالحسن یا شیخ الهند او شبیر احمد دیوبندي په دواړو، د نولسمي پېړۍ په پای او د شلمي پېړۍ په سر کي لیکلی دی، په همدغه آیة کي، د شیطان د اواز کلمه، د تفسیرحسینی په پیروي، د شیطان اواز بولی او لیکي: له صوت او آواز څخه مطلب د شیطان اواز دی چي خلک له خدای څخه سرکښي ته وربولي او په زړونو کي یې وسوسه وراچوي او ( مزامیر او ساز او سرود) هم په دغه جمله کي دي.
په دې کي هیڅ شک نسته چي حسین واعظ کاشفي او مولنا محمودالحسن به د اسلام د دین ډیر لوی علماء وه ځکه چي د شیخ الهند لقب تر لاسه کول څه اسانه خبر ه نه ده؛ او دغه راز حسین واعظ کاشفي، چي پخپله شیعه وو، مګر تفسیر یې په سنیانو کي تر اوسه پوري معتبر دی، حتماً به لوی عالم وو. مګر هیڅ عالم، ولو هرڅوک وي، د حق تعالی په کلام کي د لاس وهلو، له ځانه ترجمه کولو او تفسیر جوړولو صلاحیت نه لري. دا واک یوازي له حضرت رسول اکرم ص سره موجود وو او د هغه له وفات څخه څوارلس نیم قرنه تېر سوي دي. هغه چي څه ویل غوښتل هغه یې ویلي دي نور څوک د تعبیر او له ځانه د کلماتو جوړولو واک نه لري.
ابن جوزی ( ۱۱۱۶-۱۲۶۰ م) ،چي په اسلام کي یو لوی او منلی عالم وو، د موسیقی د تحریم په برخه کي په یوه بل آیة هم استناد کوي او هغه د النجم ۵۳ سورة ۶۱ آیة دی. و انتم سامدون. له دې آیة مبارک څخه مخکي ۵۹ او ۶۰ آیتونه راغلي دي.
افمن هذالحدیث تعجبون ۵۹ و تُضحکونَ و لاتبکون ۶۰ و انتم سامدون ۶۱
ترجمه: آیا له دې خبري څخه وروسته تعجب کوی؟ او خاندی او لا نه ژاړی؟ او تاسي چټي لوبي کوی.
ابن جوزی یوازي ۶۱ آیة ته توجه کوۍ او لیکي: یعني تاسي تل په غفلت کي ژوند کوی. ابن جوزي وايی « له ابن عباس څخه نقل سوی دی چي په حُمیري ژبه کي سمدلنا یعني موږ ته موسیقي معنی و رکوي او مجاهد وایی چي یقول اهل یمن سمد فلا یعنی کله چي یې سندره وویله » ابن جوزي. تلبیس ابلیس ص ص ۲۴۶-۴۷
اوس به نو سړی د دې لویانو او علماوو په ترجمه او تفسیر کي څه ووایی؟ قرآن شریف په عربي ژبه نازل سوی دی او په صراحت یې ویلي دي چي موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړ څو تاسي په وپوهیږی یا له عقل څخه کار واخلی سورة ۱۲ آیة ۲
نو بیا سړی ولي د قرآن شریف د سمي ترجمې لپاره حُمیری او یمني ژبو ته مراجعه کوي؟ ډېره عجیبه خو لا داده چي د ابن جوزي په څېر یو لوی عالم، د سورة لقمان د شبږم ایة، چي موږ مخکۍ بحث ورباندي وکړ، د خپلي مدعا د اثبات لپاره وایی « ابن مسعود ویلي دي چي په خدای مي دي قسم وي چي له لهو الحدیث څخه مطلب موسیقي ده. دغه راز ابن عباس، مجاهد، عکرمه، حسن بصری، سعید جبیر او ابراهیم نخعی هم په دغه عقیده دي» د ابن جوزي په څېر یوه لوی عالم باید د حکم د صادرولو لپاره صریح آیة راوړی وای او یا یې خپل استدلال وړاندي کړی وای خو دی په عوض کي د ابن مسعود په سوګند استناد کوي او بیا وروسته د نورو کسانو نومونه ذکروي چي ګواکي هغوی هم په دغه عقیده وه. هر څوک چي په هره عقیده وه دا د هغوی کار دی خو موږ ته د قرآن شریف صحیح او دقیقه ترجمه مهمه ده نه د علماوو عقاید، چي د هغوی د خپل نظر او عقیدې محصول وي.
ابوحامد محمدبن محمدالغزالي ( ۴۵۰-۵۰۵ هـ ق) چي، په خپل عصر کي یې په اسلامي نړۍ کي ساری نه درلود، په خپل مشهور کتاب احیاءالعلوم والدین کي د موسیقی په باره کي لیکي: « زړونه او افکار د اسرارو کانونه او د قېمتي جواهراتو خزانې دي. په دې خزانو کي داسي جواهر پراته دي چي لکه بڅري چي په اوسپنه او فولادو کي دننه بند وي. دا اسرار چي تر څو پوري د موسیقی سور او تال ورباندي ونه لګېږي په بله توګه کشفېدلای نه سي. ځکه چي زړونو ته د رسېدلو لپاره یوازي یوه لاره ده او هغه د غوږونو سوري دي. حقیقت دا دی چي کله موسیقی ته غوږ ونیول سي نو لکه د چخمق له جنګولو څخه چي بڅري پورته کیږي دغه ډول د موسیقی ږغ زړه ته لاره پیدا کوي. نو کله چي د موسیقی روح زړه ته ورسیږي نو هغه څه راباسي چي د زړه په دننه کي پټ وي» A History of Muslim Philosophy P 1127
د ابوحامد الغزالي کشر ورور محمدالغزالی چي په مجدالدین طوسي مشهور وو او په ۵۲۰ هـ ق یا ۱۱۲۶ میلادي کي وفات سو د موسیقی په برخه کي له خپل ورور څخه هم یو ګام مخته ځي او لیکی: « هر څوک چي دا خبره کوي چي موسیقی ته غوږ نیول مطلق ناروا دي نو هغه پر داسی څه باندي د ناروا حکم کوي چي په هغه باره کي هیڅ شرعي حکم نسته. څرنګه چي د الله په کتاب او د پیغمبر په توصیو کي د موسیقی او نڅا د منع کېدلو په برخه کي هیڅ حکم نسته او صحابه وو هم د موسیقی د منع کولو په باره کي څه نه دي ویلي نو هر هغه څوک چي پرداسی عمل باندي د حرام حکم کوي چي هغه په کتاب کي نه وي نو هغه به د الله په مقابل کي له خپل ځان څخه حکم جوړ کړی وي او هر هغه څوک چي د الله د کتاب په مقابل کي له ځانه حکمونه جوړوي هغه د امت په اجماع کافر دی» Ibid PP 1127-1128
دا ادعا به څوک وکړای سي چي د ابوحامد غزالي او محمدغزالي په څېر پوهان او عالمان د قرآن شریف په احکامو خبر نه ول او زموږ ملایان صاحبان تر هغوی ښه پوهیږي. شهاب الدین سُهروردی په خپل مشهورکتاب عوارف المعارف کي لیکي: « امامان د موسیقی پر حرام او حلال اختلاف سره لري. ځیني وايی چي موسیقی فسق دی او باید چي پرهېز ورڅخه وسي او ځیني یې د حق لاره بولي. د حسن ابن سالم څخه پوښتنه وسوه چي د موسیقی په باب څه وایې؟ هغه ورته وویل چي جنید بغدادي او سِری سقطي او ذوالنون مصري، چي تر ما بهتر ول هغوی ټولو موسیقي اورېده نو زه به څرنګه انکار ورڅخه کوم» عوارف المعارف ص ۹۱
د همدې کتاب په بل مخ کي لیکي « که سندري او د موسیقی ږغونه روا نه وای نو حضرت رسول صلعم به منع کړي وای. دا څه غفلت دی چي پر دې منکرانو حاکم سوی دی او دا څه توري وریځي دي چي له دوی څخه یې د حقیقت د لمر مخ پټ کړی دی او دوی یې له لیدلو محروم کړي دي. هغه کتاب ص ۱۲۴
علی بن عثمان الهجویري، چي په پاکستان کي په داتا ګنج بخش مشهور دی، موسیقی د روح غذا بولي او لیکي: « له موسیقی څخه هر څوک په خپله اندازه او له خپل مقام سره سم فضیلت حاصلوي. توبه کوونکی چي موسیقي ته غوږ نیسي د هغه اوښکي او پښېماني زیاتوي. مشتاق ته د شوق او د معشوق د مخ د لیدلو په کار کي مرسته کوي. د موءمن سره د یقین په ټینګولو کي، مرید ته د بیان حقیقت او چي محب یې واوري له ټولي نړۍ سره د علایقو د شکولو او چي فقیر یې واوري له ټول غیر څخه یې نا امیده کړي. موسیقي د لمر په څېر ده او کله چي لمر پر اسمان باندي را وخیژي نو څوک وسوځي، چاته روښنايی وبخښی، څوک ونازوي او څوک آزار کړي. موسیقی هم دغه راز د هر چا پر زړه باندي بیل تأثیر کوي. موسیقي نه یوازي ناروا نه ده بلکه د انسانانو لپاره لازمه ده » کشف المحجوب ص ۵۳۰
او د پښتنو رحمان بابا خو وايي:
هر مطرب چي غوږۍ تاو کا د رباب
په دا تاو کي زما زړه کاندي کباب
چي سامع یې په نغمه په ترانه شم
دېوانه شم ګرېوان څیري مست خراب
هم یې تار هم یې ګفتار هسی اثر کا
چي هیڅوک یې طاقت نه لري نه تاب
یو یې ساز بل یې اواز دی د لښتیو
دریم شعر پر آغاز کا انتخاب
څلورم یې یو ساقي د څانګه ناست وي
چي مخی یې نه آفتاب وي نه مهتاب
زه رحمن له ریا زهده امان غواړم
د ریا زهد عذاب دی هم عتاب
د موسیقی د روا بللو په برخه کي دومره دلایل او نقل قولونه موجود دي چي راوړل یې ډیري زیاتي پاڼي غواړي. د هغو کسانو له قوله چي ما د موسیقی د روایت په باب دا یو څو کرښي ولیکلې دا عادي خلک نه ول بلکه د اسلام ټول احکام ورته معلوم ول او په دین او مذهب کي داسي کتاب نه وو چي دوی پرله اړولی نه وو او د مهمو مدرسو او د اسلام د جیدو علماوو د لیدلو او له هغوی څخه د فیض حاصلولو لپاره یې په میاشتو مزلونه کړي ول. اوس نو سړی نه پوهیږي چي که دا ستر علماء، چي مثالونه او کتابونه یې سلهاوو ته رسیږي، د موسیقی په برخه کي د اسلام د دین په احکامو نه پوهېدل نو دا زموږ له مولویانو سره دا علم او تعصب له کومه سو چي موسیقي یې نه یوازي ګناه او حرامه بلکه د ټولو لویو ګناهونو مور وبلله او هغه هم د یوه مفسر په قول، چي خپل تفسیر یې د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه څه باندي ۷۰۰ کاله وروسته لیکلی او پر هیڅ لیکلي سند باندي حواله نه ورکوي.
مأخذونه
۱: تفسیرکابلي. چاپ کابل.
۲: تفسیرحیسنی. چاپ ایران.
۳: میهنی، محمدبن منور بن ابی سعد بن ابی طاهر بن ابن سعید. اسرارالتوحید. چاپ یازدهم، تهران ۱۳۹۳ ه ش.
۴: هجویری، ابوالحسن علی بن عثمان الجلابی الهجویری الغزنوي. کشف المحجوب. چاپ هفتم تهران ۱۳۸۰ ه ش.
۵: ابن جوزی. تلبیس ابلیس. دیجیتال.
6: M.M. Sharif. A History of Muslim Philosophy. India 1989.
ډېر په زړه پورې مطلب او موضوع ده . جهاني صاحب ته د الله تعالی اوږد عمر ورکړي ، قلم یې تاند اوسه !
که زمونږ د وخت ملاصاحبان او دیني عالمان کوم قوي او مستند دلایل لري ، دلته په تاند کې دې نشر کړي .