Homeخبرونهداعش د کندوز د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

داعش د کندوز د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۴ مه) د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې په کندوز کې د پرونۍ (د سلواغې ۲۳ مه) انتحاري برید مسوولیت ومانه.

د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخې، داعش په یوه خبرپاڼه کې، چې نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۴ مه) د دې ډلې د اعماق په ټیلیګرام کانال کې خپره شوې، ویلي چې په دې انتحاري برید کې د طالبانو حکومت یو شمېر کارکوونکي، چې د معاش اخېستو لپاره د کابل بانک د څانګې مخې ته راټول شوي وو، په نښه شول.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار تیره ورځ وویل چې په دې انتحاري برید کې ۵ کسان، چې ملکي وګړي او د طالبانو امنیتي ځواکونه پکې شامل دي، وژل شوي دي.

هغه همداراز وویل چې په دې پېښه کې ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو دوو سرچینو، رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۴ څخه تر ۱۷ پورې دی.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش خراسان څانګې له لوري د افغانستان او سیمې پر وړاندې د ګواښونو په اړه غونډه وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او قطر دا برید په کلکه غندلی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...