Homeخبرونهد نن چهارشنبې مهم ورزشي خبرونه

د نن چهارشنبې مهم ورزشي خبرونه

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۴مه】د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن سهار (چهارشنبه، د سلواغې ۲۴مه) د اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.

کرېکټ بورډ رسنیو ته ویلي، چې ټاکل شوې چې د ملي لوبډلې دوهم تمریني کېمپ د دغو سیالیو د چمتووالي لپاره په دغه هېواد کې ترسره کړي.

کرکټ بورډ دغه راز ویلي، چې د ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو.

نوموړی د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو پر مهال د ملا د L4 مهرې چپ اړخ کسر کړی، چې د پوره درملنې سربېره لا هم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی.

د نوموړي پر ځای ننګیال خروټی، چې له دې وړاندې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.

د ملي لوبډلې بل تکړه ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن هم تر اوسه په یو ورځنیو سیالیو کې د ګډون جوګه نه دی او د ډاکټر له سپارښتنې سره سم به د یوې مودې لپاره له یو ورځنیو سیالیو لېرې وي.
ـــــ
‏د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د غزني د ورزش آمریت مسوولین وایي، دغه سیالۍ په اتو پړاونو کې ترسره کیږي چې موخه یې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي رامنځته کول دي.
ــــ
د مزارشریف وزلوبې ټورنمېنټ د پیل مراسم نن مازیګر او رسمي لوبې یې سبا پنجشنبه پیلیږي.

د یادونې وړ ده، چې د دې ټورنمېنټ ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه پر ملي‌سپورټ او د ملي‌سپورټ له ټولنیزو پاڼو څخه خپریږي.
ـــــ
‏د هند او انګلستان ترمنځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره کیږي.
دغه ستره سیالۍ نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې په احمد اباد کرېکټ لوبغالي کې پیل شوه.
د یادونې وړه ده، چې دغه لوبلړۍ له وړاندې هند ۲ ـ ۰ ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...