راټولونه او غورچاڼ: رحمت ګل عمری
بې لقبه رهبر کتاب روبین شرما لیکلی، میر احمد یاد پښتو ته راژباړلی دی، دا کتاب آته څپرکي لري،
د ژوند، بریا، ګټې وټې، مدیریت، رهبري کولو او د ژوند د نورو اړخونه په اړه پکې اغېزناک مطالب لیکل شوي غورچاڼ یې زه رحمت ګل عمری په څلور برخو کې ستاسې لپاره خپروم هیله ده ترې ګټه واخلئ.
دریمه برخه :
دومره ښه شه چې څوک در نه مخ نشي اړولای.
رهبران هغوی دی چې په هر حالت کې خپل کار ترسره کوي.
برلاسۍ ته د رسېدو لپاره د پیل ټکی دادی چې له خپل ځانه تمه لوړه کړې.
بریالي خلک د بریالیتوب افکار لري، او ښه رهبران د ښې رهبرۍ خویونه کوي.
ځینو څیړنو دا ښودلې چې په یوه فن کې د برلاسۍ (استادۍ) درجې ته رسېیدل نږدې لس زره ساعته تمرین غواړي.
یوازینی موسم چې مهم دی هغه ستا د زړه او ذهن موسم دی او یوازینی اقتصاد چې مهم دی هغه ستا په سره کې شته اقتصاد دی.
معمولي اوسېدل هغه پاڼ او ګړنګ دی چې مونږ ټول لاندې غورځوي.
مفکورې سره چې متمرکز او پرلپسې عمل یو ځای نه شي، بې ګټې دی.
سترې مفکورې ښه وي، ترڅو چې عملي شوې نه وي، بې ګټې دي.
ستر توب پدې رامنځته کیږي چې مفکورې له عمل سره یو ځای شي.
لوی بدلونونونه ویرونکي وي.
رښتنولی دا ده چې انسان له ځان سره رښتنی اوسي، خپلې وړتیاوې پیدا کړي اوپکې ټوله خواري وکړي.
د پرمختګ په لاره کې خپل ځان مه بایله.
رښتنولی یوازي دا نده چې انسان خپلو ارزښتونو ته رښتنی وي، رښتنولی دا ده چې انسان د خپلو وړتیاوو په اړه هم رښتنی وي.
هیله ده چې بې ځایه غرور پريږدې خپله و اوسږه او بل هیڅوک مه کیږه ته چې څنګه یې همداسې ښایسته ښکارې.
په کارو بار کې باید جرئت ولرې.
نیوکې دفاعي عمل دی او ویردلی خلک یې د بدلون په وړاندې د ځان ساتلو لپاره کوي.
حسد یا سوځيدل هغه درناوی دی چې عادي خلک یې فوق العاده خلکو ته کوي.
اخلاق : هغه موضوع ده چې له بدمرغه د سوداګرۍ پدې چټکه او ګډه وډه نړۍ کې له ډېرو کاروباري خلکو هېره شوې ده .
په کاروبار کې سخت وختونه د دې فرصتونه دي چې ضعفونه په کې پر بریالیتوبونو بدل شي.
ویره راونغاړه (سختې منډې ښه ورزش کاروان جوړوي) د خپل غره څوکې فتحه کړه.
نو څوک چې لوبه کوي ټوله خواري به یې دا وي چې خپل حرکت روان وساتي.
څه چې دې ونه وژني هغه دې قوي کوي.
په سکي لوبه کې هم تر ټولو سخت پیچومی ښه لوبغاړي جوړوي.
او تر ټولو نا آراموونکي وختونه تر ټولو ښه رهبران روزلای شي.
د انسان په روزنه کې د بریالیتوب د قوانینو تکرار راځي.
زړور نه تښتي زړور خلک مخکې له دې چې دوی ویره وخوري دوی لومړی کیږي او ویره خوري.
ته چې خپلو حدودو ته ورسیږې نوستا حدود هم پراخیږي .
تا خپله ویره وخوړله او لوبه دې پیل کړه .
تر څو چې ویره ونه خورې او خطر ونه منې تر هغې ژوندی هم نه یې.
نو بې لقبه رهبران ذاتآ پدې پوهیږي چې سخت حالت د انسان اصلیت څرګندوي.
نیمګرتیاوې د فشار پروخت رابرسیره کیږي.
د بدلون راوړنکو فرصتونو مخه د ژوند کولو او مرګ تر ټولو غمجنه بڼه .
کوم حالات چې مونږ ډېرننګوي هماغه حالات مونږ لویې ودې ته رسوي او خپلو هدفو تر لاسه کولو ته مو نږدې کوي.
د خپلې نا آرامۍ ساحې ته ورنیږدې کیږه او محاسبه شوي خطرونه منه .
په لوبه کې له ناکامۍ د ژغورل کيدا یوازینۍ لاره لوبه کول دي.
د ودې او بدلون رد کول تر ټولو بد حالت دی جې پکې اوسېدای شې.
د هر څه د جوړېدو لپاره باید یو ځل هغه وران شي.
دزړو بنسټونو د نړیدو او د نویو د رامنځته کېدو تر منځ واټن له ډېر فشار او بې اطمینانۍ ته ډک وي.
د نویو او ښو لپاره چې ځای پیدا کوې زاړه باید له منځه ولاړ شي.
د لوبې پای هر وخت تر پیل ښکلی وي.
چېرې چې د مخامخ کتو اړتیا وي ، ځان د تکنالوژۍ شاته مه پټوه .
له ګډې وډې پیچلتیا باید ګټورې ساده ګۍ ته راتللو پروسه راونه وساتل شي.
یوه دروازه چې پورې شي بله خلاصیږي .
بحرانونه استثنايي فرصتونه لري.
د خلکو خبرو ته دومره غوږ مه نیسه چې ستا وړتیا واخلي.
عمل د نهیلۍ درمل دی.
کله چې په ځان شکمن شم او سبوتاژ کاوه مي حرکت باید وکړم .
کله کله بریالیتوب یوازي سمې پریکړې کول نه وي.
کنګل دریدل بدلون نه لیدل یوه پریکړه ده هیڅ هم نه کول یوه پریکړه ده .
انسان دې یو څو شیبې ساده او نا آرامه ښکاره شي، خو هغه ټولې ویرې او شکونه دې ختم کړي چې دې یې ټولو عمر نا آرامه ساتلی دی.