چهارشنبه, مارچ 19, 2025
Homeخبرونهسرینا هوټل په کابل ګرانډ هوټل بدل او یوې جرمنۍ کمپنۍ ته...

سرینا هوټل په کابل ګرانډ هوټل بدل او یوې جرمنۍ کمپنۍ ته وسپارل شو

تاند (پنحشنبه، د سلواغې/دلوې ۱۸ مه) د کابل ښار «سرینا» هوټل، چې د آغا خان د اقتصادي پراختیا صندوق له ملکیتونو څخه و، د طالبانو حکومت تېره اوونۍ له اصلي مالک څخه واخیست او اوس یې مدیریت یوې جرمنۍ کمپنۍ ته سپارلی دی.

د جرمني شرکت «سندرېلا نړیواله ډله» اجرايي رییس، هارون عظیم، د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د لس کلن قرارداد پر بنسټ، چې د طالبانو حکومت د داوطلبۍ له لارې ورکړی، د فبرورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې د دې هوټل مدیریت په لاس کې اخیستی دی. همداراز، د هوټل نوم له «سرینا هوټل» څخه «کابل ګرانډ هوټل» ته بدل شوی دی.

هارون عظیم، چې د جرمني او افغانستان تابعیت لري، د دې معاملې مالي جزئیات نه دي افشا کړي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د هغه شرکت له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعال دی او د سړک جوړونې او کان کیندنې په برخو کې فعالیت کوي.

د «سرینا» هوټلونو نړیواله شبکې تېره جمعه پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، اعلان وکړ چې د کابل د «سرینا» هوټل اداره د «د دولتي هوټلونو شرکت» (HSOC) ته سپارل شوې، چې د افغانستان د مالیې وزارت تر نظارت لاندې یوه دولتي اداره ده.

دغه دولتي شرکت دا مهال درې نور هوټلونه هم اداره کوي؛ دوه په کابل او یو په ننګرهار ولایت کې.

د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې سختدریځو، پر «سرینا» هوټل دوه ځلي بریدونه وکړل.

لومړی برید په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي بریدګر چاودنه وکړه، چې له امله یې ۸ کسان، چې یو امریکایي وګړی هم پکې شامل و، ووژل شول. د طالبانو د کورنیو چارو اوسني سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني، د دې برید د پلان مسوولیت منلی و.

دوهم برید په ۲۰۱۴ کال کې وشو، کله چې څلورو وسلوالو د هوټل امنیتي تدابیر مات کړل او ۹ کسان یې ووژل، چې پکې یو خبریال او د هغه د کورنۍ غړي هم شامل وو. د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د دې برید مسوولیت منلی و او ویلي یې و چې د دوی هدف هغه بهرني میلمانه وو، چې د نوي کال د جشن لپاره افغانستان ته راغلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....