تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی به د ترهګرۍ د زیاتېدونکو پېښو د حل لپاره افغانستان ته د یوې جرګې تر استولو مخکې د مرکزي (وفاقي) حکومت تایید او ملاتړ ترلاسه کړي.
له جیو نیوز سره په خبرو کې، اعلي وزیر ګنډاپور وویل چې خیبر پښتونخوا د افغانستان له وضعیت څخه متأثره ده، چې له لسیزو راهیسې د جګړو قرباني دی. د ډیورند کرښې تر ۲،۶۰۰ کیلومتره زیاته برخه د اوسني افغانستان او خیبرپښتونخوا ترمنځ غځېدلې ده.
ګنډاپور وویل چې دوی به د مختلفو قبایلي استازو یوه جرګه جوړه کړي، څو د کابل له موقت حکومت سره خبرې وکړي.
په همدې حال کې، د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، باریسټر محمد علي سیف، وویل: “د افغانستان او پاکستان سوله له یو بل سره تړلې ده.”
باریسټر سیف وویل چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ورورولۍ اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړه، پاکستان او افغانستان اقتصادي، سیاسي، او فرهنګي اړیکې لري، او دوی غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې له دې موضوع سره اشنا سرچینو ویلي چې د افغانستان چارواکو له صوبايي حکومت سره تماس نیولی، او زیاته کړې یې ده چې د دواړو لورو ترمنځ له لومړنیو خبرو وروسته به یوه لویه جرګه راوبلل شي.
تېره میاشت، د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر اعلان وکړ چې دی به افغانستان ته د قبایلي مشرانو یوه جرګه واستوي. هغه ویلي و: «وفاقي حکومت له افغانستان سره په مذاکراتو کې پرمختګ نه دی کړی. موږ به د ستونزو حل ومومو.»
هغه زیاته کړه: «زه هیله لرم چې د افغانستان لوری به زموږ له جرګې سره همکاري وکړي.»
پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي او دا ډله په افغانستان کې له خپلو پناهځایونو څخه په کار اخیستلو په پاکستان کې بریدونه کوي.
د پاکستان د امنیتي او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزد ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویل شوي چې دا کال د پاکستان د ملکي او امنیتي ځواکونو لپاره په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی و، او په لړ کې یې لږ تر لږه ۶۸۵ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۴۴۴ تروریستي بریدونه شوي دي.
راپور زیاتوي چې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر خورا لوړ و، یعنې ټولټال ۱،۶۱۲ کسان وژل شوي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۳٪ زیاتوالی ښيي.
د تیر کال مرګژوبله د نهو کلونو تر ټولو لوړه کچه وه، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶٪ زیاتوالی ښيي. په اوسط ډول، هره ورځ نژدې اووه کسان وژل شوي، او د نوومبر میاشت د ټول کال تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
تر ټولو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي. په دې ایالت کې ۱،۶۱۶ کسان وژل شوي. ورپسې بلوچستان و، چې ۷۸۲ کسان په کې ووژل شول. په ۲۰۲۴ کال کې، ټولټال ۲،۵۴۶ کسان د تاوتریخوالي په اړوندو پېښو کې وژل شوي، او ۲،۲۶۷ کسان ژوبل شوي.