جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان له افغانستان څخه سکاره واردوي

ازبکستان له افغانستان څخه سکاره واردوي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دبوې ۱۸ مه) د منځنۍ اسیا رسنیو نن راپور ورکړ چې ازبکستان موافقه کړې چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د توازن لپاره به له افغانستانه سکاره وارد کړي.

د کابل په یوه غونډه کې، د ازبکستان استازو له افغانستانه د سکرو پیرودلو ته چمتووالی څرګند کړ، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو ترمنځ د ۴.۵ میلیون ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول. په دې خبرو کې سوداګریز امتیازات، د افغانستان په سمنګان ولایت کې د سیمټ فابریکې د جوړولو پلان، او د ګډو نندارتونونو تنظیم هم شامل و.

د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې، د ازبکستان د ترانسپورت وزیر، الهام محکم‌اوف، افغانستان ته د یوه پلاوي مشري وکړه. ده په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل. په دغو خبرو کې، دواړو خواوو توافق وکړ چې یو تخنیکي ټیم به کابل ته سفر وکړي، څو د یو میلیون ټنه سکرو د پیرودلو نهایي جزییات بشپړ کړي.

په همدې حال کې، د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې، د قرغیزستان حکومت ازبکستان ته د صادرېدونکو سکرو بیه ۳۷٪ لوړه کړه. د قرغیزستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ له جنورۍ تر می پورې، قرغیزستان ازبکستان ته د ۱۲.۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۰۲،۰۰۰ ټنه سکاره صادر کړل، چې دا د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۱،۰۰۰ ټنه کمښت ښيي. په ۲۰۲۳ کې قرغیزستان پر ازبکستان د ۹.۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۰۳،۰۰۰ ټنه سکاره پلورلي وو. د قرغیزستان د سکرو عرضه کوونکو د قیمت د لوړوالي په اړه تبصره نه ده کړې.

دا اوونۍ، د ازبکستان او افغانستان سوداګریزو استازو د ۴.۵ میلیون ډالرو سوداګریز تړون لاسلیک کړ. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه تړون اعلان کړ، او ویې ویل چې دا د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو له خوا لاسلیک شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...