تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸که) په طالبانو پورې یوې تړلې رسنۍ، المرصاد راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې هغه شبکه له منځه وړې چې د افغانستان په شمال ختیځ کې یې د دې ډلې د بلوچستان څانګې تر مستقیمې مشرۍ لاندې فعالیت کاوه.
راپور زیاتوي چې په تېرو درې ورځو کې د تخار، کندوز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې پراخ عملیات ترسره شول، په لړ کې یې د دې شبکې ټول غړي ونیول شول او له هغو څخه ګڼ شمېر وسلې، مهمات، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ضبط شول.
المرصاد ویلي، دې شبکې د افغانستان په شمال ختیځ کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود، چې ځینې یې دا دي:
- د جنورۍ په ۲۵مه: د بغلان ولایت، پلخمري ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوه قومي مشر ترور
- د جنورۍ ۲۱مه: د تخار ولایت، دشت قلعه ولسوالۍ کې د یوه چینایي کارګر وژل
- د جنورۍ ۷مه: د بغلان ولایت، د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه دیني عالم ترور او د بل کس ټپي کېدل
- د نوومبر ۲۱مه: د بغلان ولایت، په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه جومات برید او د ۱۱ لمونځ کوونکو وژل
یادې طالب پلوې رسنۍ همداراز ټینګار کړی چې دا ډله د داعش شبکې د یوه پراخ ستراتیژیک پلان برخه وه، چې د داعش خراسان مشرانو او د پاکستان د بلوچستان ایالت د ځینو استخباراتي ادارو په ملاتړ رهبري کېده، چې موخه یې د افغانستان په شمال کې بېثباتي، د امنیتي اندېښنو زیاتوالی او د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو خرابول و.
المرصاد زیاته کړې چې داعش خراسان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې عملیاتي مرکزونه او روزنیز کمپونه جوړ کړي، چې د اروپايي او آسیایي هیوادونو اتباع په کې روزل کېږي.