Homeخبرونهیونيسف؛ ۳۵ زره افغان ماشومانو ته ژمني کالي وېشلي

یونيسف؛ ۳۵ زره افغان ماشومانو ته ژمني کالي وېشلي

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۸مه】ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې دوی په افغانستان کې ۳۵ زره ماشومانو ته ژمني کالي وېشلي دي.

دې صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ژمنیو مرستو په کڅوړه کې جاکټ، خولۍ، پتلون، بالاپوش، څادرونه او جرابې شاملې وې.

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق داسې مهال د دې مرستو د وېش خبرداری ورکوي، چې په هېواد کې ورځ نه بلې ته د فقر کچه په پراخېدو ده.

د ځینو کورنیو لپاره دا مهال د خپلو کورونو او ماشومانو تودولو توانایي څه چې د دوی لپاره خوراکي توکي هم نشي برابرولی.

ځینې کورنۍ وایي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو د برابرولو او د کورونو او ماشومانو تودولو تر منځ یو انتخاب لري او دې وضعیت سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

بل لورته د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره نقدي مرسته وشي.

دغه راز د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) پرون چهارشنبه ویلي، چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...